لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سياسي، پوځي او عدالتي مشرتابه سپکاوی د بخښلو نه دی، فواد چوهدري


د تحریک لبېک ډلې سره په لوظنامه د سختو نیوکو وروسته د پاکستان تحریک انصاف حکومت وايي هغه خلک چې حکومتي عملداري يې چېلنج کړې، د سياسي، پوځي او عدالتي مشرتابه سپکاوی یې کړی هغه دې دا ګمان نه کوي چې رياست به يې معاف کړي.

د پاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزیر فواد چوهدري نن د اتوار، يکشنبې په ورځ په کراچۍ کې مطبوعاتو سره د تحریک لبېک ډلې د درېو ورځو د احتجاجونو په مهال د وېناګانو او شوي وراني په اړوند خبرې کړي دي.

چوهدري وويل د احتجاجونو په مهال يې حکومت "په اور اوبه اړولي" ښارونه يې خلاص کړي خو حل دا نه دی.

هغه وويل چا چې وراني کړي هغه دې دا ګمان نه کوي چې بچ به پاتې شي، په سمدستي ډول د يوې تګلارې لاندې مسله هواره کړی شوې ده.

هغه دا هم وويل دا مذهب نا د بغاوت خبره ده، او دا د پامه د غورځولو قابله نه ده.

د تېرې شورو، چهارشنبې په ورځ د پاکستان سترې محکمې د مذهب د سپکاوي په تور د مرګ د سزا سره د مخ عیسايي مېرمنې اسیه بي بي د پرېښودلو فېصله اورولې وه.

له دغې پرېکړې وروسته په پاکستان کې تندروه مذهبي ډلې تحریک لییک د سترې محکمې د درېو ججانو د وژلو او د پوځ د مشر جنرل قمر باجوه په ضد یې نورو جنرالانو نه د بغاوت غوښتنه کړې او په ټول ملک کې يې لارې بندې کړې او ښارونه تړل شوي وو.

د يادو مظاهرو په مهال قهرجنو مظاهره چيانو ګاډي سوځولي او نور وراني يې هم کړي وو.

د جمعې په ورځ بيا جماعت اسلامي، جمعيت علمااسلام (ف) او لاقانونه ګرځول شوې اهل سنت والجماعت ډلې هم مظاهرې کړې وې.

خو د جمعې په ماښام بيا د حکومت د تحریک لبېک ډلې سره لوظنامه شوې په کومه چې سختې نيوکې شوې وې.

په ياده لوظنامه کې د اسيه بي بي فېصلې ته د بيا کتنې او د هغې نوم په اي سی اېل کې د اچولو دپاره د قانوني ګام پورته کولو ويل شوي وو. په اي سي اېل فهرست کې شامل کسان د ملک نه بهر سفر نه شي کولی.

په لوظنامه کې د تحریک لبېک د نيول شوؤ کسانو د خوشي کولو هم ويل شوي وو.

د اسيه بي بي د مقدمې د فېصلې مخې ته راتلو او احتجاجونو وروسته د هغې وکيل ملک پرېښودی او د اسيه بي بي مېړه ويلي مېرمن او کورنۍ يې د سختو ګواښونو سره مخ ده هغه د حفاظت غوښتنه کړې ده.

په پاکستان کې د بشري حقونو کمېشن د پاکستان تحریک انصاف د حکومت په دغه رویه سخته اندېښنه څرګنده کړې چې څنګه يې د تندروه خلکو غوښتنې ومنلې.

کمېشن د حکومت نه په سختۍ سره غوښتنه کړې چې د هغو کسانو او ډلو چې تشدد يې کړی او غېرائيني عمل يې کړی پرضد دې په ښکاره او په بې توپيره توګه ګامونه واخلي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG