دپښتون ژغورنې دغورځنګ دهلوځلو پلوي دعوامي نیشنل ګوند وتلې سیاستمداره اؤ دپارلېمان پخوانۍ غړې بشرا ګوهر ددغه ګوند مشر اسفندیار ولي خان د خپل ګوند پر ضد فعالیتونو باندې تورنه کړې اؤ له هغې یې ځواب غوښتی چې په یوه اوونۍ کې باید ځان سپین کړي ګنې ګوند به یې په ضد ګامونه واخلي
د ګل په ورځ د عوامي نیشنل ګوند د عمومي سکتر میا افتخار حسین په لاس بشرا ګوهر ته د سپیناوي نوټس لیږل شوی ،
په دغه نوټس کې بشره ګوهر ته ویل شوي “ستا فعالیتونه د ګوند دګټو، ائین اؤ قواعدو په ضد په بیلا بیلو شکلونو روان دي، چې پرته له کوم شکه ګوند ته د زیان رسولو هڅه ده ځکه نو ته باید دیوې اوونۍ دننه خپل سپیناوی وکړې ګنې په ضد به دې ګامونه واخستل شي”
ددغه لیکلي نوټس لاندې دګوند عمومي سکتر میا افتخار حسین لاسلیک کړی خو وائس اف امریکه ډيوه چې کله ددغه نوټس د نورو جزئیاتو معلومولو دپاره دمیا افتخار حسین سره پرله پسې د تماس نیولو هڅې وکړې نو د هغه موبائیل ته د زنګ ورتللو باوجود هغه زنګ ته جواب ونه ویلو .
حتی د ډیوه لخوا د نظر غوښتنې غږیز پیغام ته یې هم په واټس اپ جواب ویلو نه ډډه وکړه.
همدغه راز بشرا ګوهر نه هم ددغه نوټس په هکله دهغې دنظر معلومولو بشپړه هڅه وشوه خو بشرا بي بي هم په دې اړوند دخبرو کولو نه ډډه وکړه.
د صوابۍ سیمې سره تعلق لرونکې بشرا ګوهر تر دې وړاندې په قامي اسمبلۍ کې دعوامي نیشنل پارټۍ استازې هم پاتې شوې ده.
هغې ته د پارټۍ دمشر لخوا ورکړل شوی دغه نوټس په ټولنیزو رسنیو هم خپور شوی خو د پېښور پریس کلب په واټس اپ ګروپ کې ددغه نوټس په خپریدلو زیاترو خبریالانو خپلو تبصرو کې لیکلي چې بشرا ګوهر نه دپښتون تحفظ موومنټ په پلوۍ دغږ پورته کولو انتقام اخستل کیږي.
په ټولنیزو رسنیو داسې ګنګوسې هم روانې دي چې د بشرا ګوهر ترڅنګ داسفندیار ولي خان لخوا دپارټۍ یو بل مهم مشر افراسیاب خټک ته هم ورته نوټس ورکړل شوی دی خو ددغه نوټس تر اوسه هیڅ قسمه پخلی نه دی شوی.
باید وویل شي دعوامي نیشنل پارټۍ مشرانو کې بشرا ګوهر اؤ افراسیاب خټک دمرکزي کچې هاغه یوازیني دوه مشران دي چې دټولنیزو رسنیو ترڅنګ په هر فورم د پښتون تحفظ موومنټ دغوښتنو ملاتړ په واضحه توګه کوي.
عوامي نیشنل ګوند تر دې وړاندې هم خپلو سلګونو هاغو غړو ته دسپیناوي نوټسونه ورکړي وؤ چې دګوند د اجازې پرته یې دپښتون ژغورنې غورځنګپه جلسو کې برخه اخستې وه