لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د نادرکه ځوان شبیر بلوڅ خور او مېرمن د هغه د خوشې کېدو لپاره د لوږې اعتصاب کړی


Shabeer Baluch

واشنګټن ډي سي: د شبیر بلوڅ په نامه د پوهنتون د یوه نادرکه زده کونکي د راخوشې کېدو لپاره د بلوچستان له آوران څخه کوټې ته راغلو دوو مېرمنو د نه خوړولو احتساب پیل کړی.

سيما چې د شبیر بلوڅ خور او زرينا د هغه مېرمن ده، د کوټې د مطبوعاتو د کلب مخۍ ته له خپل کوچني ماشوم سره د لوږې اعتصاب پیل کړی.

د شبير بلوڅ خور سیما وي او اې ډیوې ته وویل:

''د بلوچستان له حکومت څخه خواست کوو که مې ورور مجرم وي نو له قانون سره سم دې سزا ورکړل شي اوکه بې ګنا ه وي نو راخوشې دې کړي.''

هغې وړاندې وویل، تر دوو کالو زياته موده وشوه چې ورور یې نادرکه شوی او په دې نه پوهېږي چې هغه چېرې او په کوم حالت کې دی.

زرينا چې د شبیر بلوڅ ښځه ده وايۍ، هلته په اواران کې حکومتي چارواکي له تيرو۲ کلو څخه د دوي احتجاج ته هېچ کومه پاملرنه نه ده کړې.

''د ۲۰۱۶ کال د اکتوبر په څلورمه نېټه امنیتي ځواکونو د کچ د ګورکاک په سیمه کې عملیات ترسره کړل، چې په ترڅ کې یې شبیر بلوڅ ونیول شو''.

اوس سيما او زرینا بلوڅ له آوران څخه شپږ سوه کیلو مټره لېرې کوټې ته رسېدلي او وايي چې کوټې ته ددې لپاره راغلي، چي خبري رسنۍ یې غږ نړۍ ورسوي.

XS
SM
MD
LG