لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تحریک لبېک بيا په سړکونو د راتلو خبرداری ورکړی


د عيسايي مېرمنې اسيه بي بي د سترې محکمې لخوا د خوشي کېدو د فېصلې وروسته مذهبي ډلې تحريک لبېک احتجاجي مظاهرې پېل کړې سړکونه يې بند کړي ؤ خو په درېمه ورځ د حکومت سره د لوظنامې وروسته مظاهرې ختم کړی شوې وې.

د تحرک لبېک مشرانو د لوظنامې وروسته په حکومتي بيانونو د خفګان او بيا په سړکونو د راوتلو خبرداری ورکړی دی.

د تحریک لبېک سره د حکومت په لوظنامه سختې نیوکې شوې وې او له هغې وروسته د اطلاعاتو مرکزي وزیر فواد چوهدري د اتوار، يکشنبې په ورځ په کراچۍ کې مطبوعاتو سره په خبرو کې ویلي ؤ،

چوهدري ويلي ؤ د احتجاجونوختمولو دپاره حکومت "په اور اوبه اړولي" ښارونه يې خلاص کړي خو حل دا نه دی.

هغه ويلي ؤ چا چې وراني کړي هغوي دې دا ګمان نه کوي چې بچ به پاتې شي، په سمدستي ډول د يوې تګلارې لاندې مسله هواره کړی شوې ده.

هغه دا هم ویلي دا مذهب نا د بغاوت خبره ده، او دا د پامه د غورځولو قابله نه ده.

د تېرې شورو، چهارشنبې په ورځ د پاکستان سترې محکمې د مذهب د سپکاوي په تور د مرګ د سزا سره د مخ عیسايي مېرمنې اسیه بي بي د پرېښودلو فېصله اورولې وه.

له دغې پرېکړې وروسته په پاکستان کې تندروه مذهبي ډلې تحریک لییک دسترې محکمې د درېو ججانو د وژلو او د پوځ د مشر جنرل قمر باجوه په ضد یې نورو جنرالانو نه د بغاوت غوښتنه کړې او په ټول ملک کې يې لارې بندې کړې او ښارونه تړل شوي وو.

د يادو مظاهرو په مهال قهرجنو مظاهره چيانو ګاډي سوځولي او نور وراني يې هم کړي وو. د جمعې په ورځ بيا جماعت اسلامي، جمعيت علمااسلام (ف) او لاقانونه ګرځول شوې اهل سنت والجماعت ډلې هم مظاهرې کړې وې.

پرون د ګل، دوشنبې په ورځ د تحریک لبېک يو مشر افضل قادري ويلي، دا خبره دې په ذهن کې وساتل شي چې دوي ويريږي نا او که لوظنامه پوره نه شوه نو ياد ساتئ ټول ملک به مو پرضد ودريږي.

هغه ويلي څه وخت هم دوي بيا په سړکونو د راوتلو غږ کولی شي.

د جمعې په ماښام د حکومت د تحریک لبېک ډلې سره په شوې لوظنامه کې د اسيه بي بي فېصلې ته د بيا کتنې او د هغې نوم په اي سی اېل کې د اچولو دپاره د قانوني ګام پورته کولو ويل شوي وو. په اي سي اېل فهرست کې شامل کسان د ملک نه بهر سفر نه شي کولی.

په لوظنامه کې د تحریک لبېک د نيول شوؤ کسانود خوشي کولو هم ويل شوي وو.

د اسيه بي بي د مقدمې د فېصلې مخې ته راتلو او احتجاجونو وروسته د هغې وکيل ملک پرېښودی او د اسيه بي بي مېړه ويلي مېرمن او کورنۍ يې د سختو ګواښونو سره مخ ده هغه د حفاظت غوښتنه کړې ده.

په پاکستان کې د بشري حقونو کمېشن د پاکستان تحریک انصاف د حکومت په دغه رویه سخته اندېښنه څرګنده کړې چې څنګه يې د يوې تندروه خلکو غوښتنې ومنلې.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG