لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شهباز شریف: قام ته د نهم مئ مجرمان یاد دي/عمران خان: پلټنې وکړئ چې د پېښو تر شا اصلي کردارونه معلوم شي


د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د نهم مئ د پېښو په اړه خپل یو پېغام کې ویلي چې په دغو پېښو یو کال تېر شو خو قام خپل مجرمان نه هیر کړي دي اؤ نه یې هیرکړي.

پخواني وزیراعظم اؤ د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د نهم مئ پېښو کې د خپل ګوند د لاس لرنې تورونه یو وارې بیا په سختۍ سره رد کړي دي اؤ وایي ګوند یې پخپل 27 کلن تاریخ کې کله هم د اړي ګړي پلوي نه دی پاتې شوی.

نن د زیارت په ورځ په پاکستان کې حکومت نهم مئ د تورې ورځې په توګه یادوي خو تحریک انصاف ګوند بیا په دغه ورځ د پرامنه احتجاجونو راجوړولو پرېکړه کړې اؤ ویلي یې دي د نهم مئ اړی ګړی ددغه ګوند په ضد د یو سازش په توګه رامنځته کړل شوی ؤ.

تېرکال په نهم مئ د تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان له نیول کیدو وروسته د هغه د ګوند پلویانو په ګرد هیواد کې قهرجن احتجاجونه کړي وؤ اؤ د دغو احتجاجونو په مهال په پوځي تاسیساتو اؤ حکومتي ودانیو بریدونه شوي وؤ اؤ اورونه ورته لګول شوي وؤ.

د پاکستان حکومتي مشران نیغ په نیغه د اړي ګړي ددغو پېښو پړه په تحریک انصاف ګوند ور اړوي خو د هیواد طاقتور پوځ بیا په اشارو کې پي ټي آي د نهم مئ په پېښو تورنوي.

اوړمه ورځ د پوځ وياند یو مطبوعاتي کانفرنس ته په وینا کې ویلي وؤ، "نهم مئ د پاکستان د پوځ مقدمه نه ده د ټول پاکستان د ولس مقدمه ده"، "که د پاکستان په نظام انصاف او جزا او سزا باندې يقين ‏کول وي نو د نهمې مئ ملزمانو ته به د ايين او قانون ترمخه سزا ورکول وي".‏

وزیراعظم شهباز شریف د نهم مئ په حواله خپل بیان کې ویلي چې یو لوري ته په وطن ځان قربانوونکي د قام عظیم بچیان اؤ په وطن میین عوام دي اؤ بل لوري ته د نفرت په اور لولپه هغه کردارونه دي چې په زړونو کې یې د قامي یادګارانو،ادارو،ایین اؤ ریاستي ادارو هیڅ درناوی نشته.

وزیراعظم ویلي نهمه مئ د تاریخ یوه توره ورځ ده ، مونږ ته په وړاندې تلل، خپل د ترقۍ پړاوونه سر کول اؤ خپلو راتلونکو نسلونو ته خوندي مسقبل ورکول دي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند باني اؤ پخواني وزیراعظم عمران خان د شورو په ورځ اډیاله زندان کې خبریالانو سره د خبرو په مهال یو وارې بیا دا تورونه په سخته رد کړي چې ګنې تحریک انصاف ګوند د نهم مئ د پېښو ذمه وار دی.

عمران خان وایي کله چې دغه پېښې کیدلی نو هغه نیول شوی ؤ اؤ له نیول کیدو وروسته چې سپریم کورټ ته وړاندې کړل شو نو د نهم مئ د اړي ګړي په پېښو خبر شوی ؤ.

نوموړي وایي په هغه مهال یې هم د سپریم کورټ د چیف جسټس عمر عطا بندیال په وړاندې د نهم مئ د پېښو غندنه کړې وه اؤ اوس هم وایي چې ګوند یې پخپل ټول 27 کلن تاریخ کې چرته اړی ګړی نه دی کړی .

عمران خان ویلي هغه اؤ د ګوند مشرانو یې په کراتو کراتو د نهم مئ د پېښو د عدالتي پلټنو غوښتنه کړې ده خو تر څو واضحه شي چې ددغه پېښو تر شا اصل کردارونه څوک دي؟

د نهم مئ له پېښو وروسته عمران خان دعوې کړې وې چې د ګوند د مشرانو اؤ فعالینو په ضد یې عملیات پیل شوي اؤ تر لسو زرو زیات کسان پکې نیول شوي دي.

د هغه پېښو نه وروسته حکومت پرېکړه کړې وه چې د نهم مئ پېښو کې د ککړو کسانو په ضد به پوځي عدالتونو کې مقدمې چلولی شي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

کوئټه کې د هزاره کلتور ورځ ولمانځلې شوه
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:32 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG