لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بنو پولیسو د پښتون ژغورنې غورځنګ د دوو غړو پر کورونو چاپه وهلې


واشنګټن ــــ د پښتونخوا د بنو ضلعې پولیسو د پښتون ژغورنې غورځنګ د دوو غړو پر کورونو د دوی په ضد د مقدمې په بنیاد چاپه وهلې او د دوی په غیرموجودګۍ کې یې دوه کم عمره ځوانان له ځانه سره بوولي دي.

د پښتون تحفظ موومنټ فعالې غړې ثنا اعجاز نن د نهې- سه شنبې په ورځ پر ټولنیزو رسنیو یو پیغام خپور کړی او ویلي یې دي چې پولیسو یې د دغو کسانو پر کورونو چاپه وهلې ده:

"د ایف آی آر په بنیاد پولیسو زموږ د دوو مهمو غړو حنیف پښتین او حلیم زاده په کورونو چاپې وهلې، خو هغوی چې په کور کې نه وو نو د حنیف پښتین دوه کم عمره د تره زامن فرید او حکمت الله یې وړي دي چې یو پکې د یوولسم جماعت طالبعلم دی".

د اکتوبر په ۲۸مه دې تحریک په بنو ښار کې یوه ستره ولسي جلسه کړې وه، چې د یوې اندازې له مخې شاوخوا شل زره کسانو پکې ګډون کړی وو. په دې جلسه کې ویناوالو له پاکستاني ریاسته خپلې غوښتنې تکرار کړې.

د بنو پولیسو د اکتوبر په ۲۹مه د پښتون تحفظ موومنټ د مشرانو منظور پښتین، ډاکټر سیدعالم مسید، فضل ایډوکېټ، ثنا اعجاز، وړانګې لوڼۍ، علي وزیر او محسن داوړ په شمول د شاوخوا شل تنو په ضد مقدمه درج کړه او دوی د ریاست او پوځ په ضد په جذباتي نعرو تورن کړل.

په دې ایف آی آر کې د بنو د ځایي اوسېدونکو نومونه هم شامل وو، چې په هغوی کې دوه تنه یاد غړي حنیف پښتین او حلیم زاده هم شامل دي.

د پاکستان د قومي اسمبلۍ غړی او د پي ټي ایم یو مخکښ محسن داوړ وایي، دوی د خپلو حقونو لپاره پرامنه مظاهرې او جلسې کوي او ریاست د دوی د مخنیوي لپاره د دوی په ضد مقدمې کوي، خو وایي دوی به خپلې مبارزې ته په هر حال کې دوام ورکوي:

"المیه دا ده چې په دې ملک کې له تشدده مظاهرې کېږي خو د هغوی خلاف څه کاروایي نه کېږي، زما په خیال په دوی باندې د عدمِ تشدد مبارزه بده لګېږي"

د پاکستاني ریاستي ادارې د پښتون ژغورنې غورځنګ د پوځ او ریاست په ضد په پاروونکو ویناوو تورنوي او د دې تحریک تر هرې جلسې وروسته یې د دوی په ضد مقدمې کړې دي.

تر اوسه په ږوب، کلاسیف الله، کوټه، کراچۍ، سوات، صوابۍ، پېښور، ډېره اسماعیل خان او بنو کې د پي ټي ایم په ضد مقدمې درج شوې دي.

د پاکستان پوځ او حکومت دواړو د پښتون ژغورنې غورځنګ غوښتنې قانوني ګڼي، خو د دوی د احتجاجونو له تګلارې سره مخالف دي او وایي چې د دې تحریک په غونډو او جلسو کې خلک د پوځ او ریاست په ضد را پارول کېږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG