لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ایي ایم ایف ډله دجاج اخستنې په موخه اسلام اباد ته رسیدلې


پاکستان ته د پور ورکولو دپاره دجاج اخستنې په موخه دنړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف ډله پاکستان ته رسیدلې ده اؤ ټاکل شوې ده نن به پاکستاني چارواکي دغه ډله پاکستان ته دپېښو مالي اړتیاؤ څخه خبر کړي.

د ډلې مشري دجاج اخستنې دمشن مشر هیرالډ فنګر کوي اؤ سرچینې وایي چې دا ډله به پاکستان کې تر دوؤ اوونیو ایساره وي.

سرچینې وایي پاکستان کې دخپلې ایسارتیا په مهال به د ایي ایم ایف دا ډله دپاکستان لخوا په ادائیګیو کې توازن اؤ دهیواد داقتصاد اؤ‌ برامداتو دپاره اخستل شوي ګامونه ارزوي.

دایي ایم ایف سره به خبرو کې دخزانې ،اسټیټ بانک، ایف بي ار اؤ‌ نورو اړونده ادارو چارواکي برخه ولري.

پاکستان چې دا مهال د سختو اقتصادي کړمو سره مخ دی څيړونکي وایي چې په ممکنه ډول ایي ایم ایف څخه د شپږو نه نیولې تر اوؤ اربو ډالرو پورې پور غوښتی شي.

دپاکستان دخزانې د وزارت سرچینې وایي پاکستاني چارواکو ته به د ایي ایم ایف ډلې ته دا قناعت هم ورکول وي چې که دغه مالیاتي اداره پاکستان ته پور ورکړي نو پاکستان به ددغه پور خلاصولو دپاره څه پروګرام په لاس کې لري.

دپاکستان وزیراعظم عمران خان تیره میاشت ویلي وؤ هیواد یې دبهرنیو پورونو خلاصولو دپاره په نوؤ پورونو غوښتلو مجبور دی.

داکتوبر په میاشت کې ایي ایم ایف ویلي وؤ پاکستان د مالي خسارې او مخ په ښکته تلونکو زرمبادله ذخیرو په شمول د سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی او په پاکستان يې د ګیس او بجلۍ دنرخونو نور سېوا کولو غږ کړی.

د پاکستان د خزانې پخواني مرکزي وزیر ډاکټر سلمان شاه وي او ای ډیوه سره په خبرو کې ویلي اوسني حکومت له د خرابو حالاتو نه د وتلو لپاره د نړیوالې مالیاتې ادارې په سفارشونو عمل کول ضروري دي.

نوموړی ویلي په تیرو حکومتونو کې د بجلۍ په محکمه کې اصلاحات نه دي شوي او د بهرملکونو نه د حد نه زیاتې قرضې هم اخستل شوي.

ډاکټر سلمان شاه زیاته کړې دا وخت د پاکستان مالیاتي خساره د مجموعي داخلي پیداوار یا جي ډي پي اووه فیصده برابر ده کومه چې د جي ډي پي د دوه نه تر دوه نیمه فیصده پورې راکمول وي او ددې ترڅنګ به کرنټ یا موجوده اکاونټ خساره هم راکمول وي چې دا د کنټرول لاندې راوستی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG