لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا په ټاکنو کې ډیموکراټانو د ولسي جرګې واک ترلاسه کړ


د امریکا په کانګرس کې د ډیموکراټانو مشر نېنسي پېلوسي
د امریکا په کانګرس کې د ډیموکراټانو مشر نېنسي پېلوسي

واشنګټن: د امریکا په منځ مهاله ټاکنو کې د ټرمپ مخالف سیاسي ګوند ډیموکراټانو د امریکا د ولسي جرګې (هاوس اف ریپرېزېنټېټیو) واک ترلاسه کړ او جمهوري غوښتونکو (ریپلېکنز) د سېنېټ څوکۍ ګټلي.

د امریکا په ولسي جرګه کې د ډیموکراټانو مشرې نېنسي پیلوسي په واشنګټن کې خپلو پلویانو ته وویل:

"له تاسو مننه. سبا به په امریکا کې یوه نوې ورځ وي. "

په ولسي جرګه کې له کالیفورنیا څخه دغه مېرمنه لومړنۍ وکیله وه چې د ۲۰۰۷ څخه تر ۲۰۱۱ کال پورې یې د امریکا د ولسي جرګې مشري کړې ده.

هغې وړاندې وویل، ډیموکراټان به اوس په دې وتوانېږی چې د ولسمشر ډانلډ ټرمپ په اړه ګڼې پلټنې پیل کړي چې په هغو کې به د ټرمپ د شخصي مالي برخو او په ۲۰۱۶ کال کې د روسیې او د ټرمپ د ټاکنیز کمپاین ترمنځ د اړیکو په اړه وي.

پیلوسې دا هم وویل چې د ډیموکراټانو بریا دا معنی لري چې دوی به جمهوري غوښتونکي پرې نه ږدي چې د اوباما په دور کې ۱۳۰ میلیونو امریکایانو ته په جوړ شوي روغتیايي سیستم باندې بریدونه وکړي.

په سېنېټ کې ګڼو مهمو ډیموکراټانو یوځل بیا خپلې څوکۍ ګټلي دي خو په انډیانا، مېزوري او نارت دکوټا ایالتونو کې یې خپلې څوکۍ له لاسه ورکړي.

همدا رنګه د امریکا په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره دوو مسلمانو مېرمنو رشېدې طلایب او الهان عمر هم د امریکا د ولسي جرګې څوکۍ ګټلې دي.

فلسطینۍ نژاده رشېده طلایب او د سومالیا نه راغلې کډواله الهان عمر به د جنورۍ په میاشت کې د کانګرس د غړیتوب سوګند پورته کړي.

د ارېزونا، فلورېډا او مونتانا وروستي بریالي کسان لا تر اوسه نه دې اعلان شوي ځکه د رایو د شمېرلو بهیر دغلته نن د چهارشنبې یا شورو په ورځ هم روان دی.

د ولسي جرګې ټولو ۴۳۵ څوکیو لپاره سیالي وشوه خو د سنېټ له سلو څخه ۳۵ څوکیو لپاره جګړه وشوه.

زیات رایه ورکونکي دغو منځ مهاله ټاکنو ته د ولسمشر ډانلډ ټرمپ د لومړنیو دوو کالو په اړه د یو ریفرنډم په سترګه ګوري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG