لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان مرکزي حکومت وایي پنجاب د وړو صوبو اوبه غلا کوي


مرکزي حکومت تور لګوي چې د سیند او بلوچستان اوبه پنجاب ته ورکړل شوې دي.

واشنګټن ــــ د پاکستان مرکزي حکومت په داسې وخت کې چې له افغانستان سره یې د اوبو د اشتراک په اړه اندېښنې را پورته کړې، د اوبو مرکزي وزیر فیصل واوډا وایي، د مسلم لیګ نواز ګوند تېر حکومت د دې هېواد د وړو صوبو اوبه غلا کړې او یواځې یوې صوبې ته یې ورکړې دي چې اشاره یې پنجاب ته ده.

په پاکستان کې د اوبو د برابر وېش په اړه د پیپلز ګوند غړو د شورو- چارشنبې په ورځ په قومي اسمبلۍ کې یوه رسمي خبرتیا وړاندې کړه او پوښتنه یې وکړه چې سیند صوبې ته ورکول کېدونکې اوبه ولې کمې شوې دي.

دې پوښتنې ته په ځواب کې د تحریک انصاف ګوند یوه مشر او د اوبو مرکزي وزیر فیصل واوډا د مسلم لیګ نواز ګوند پر تېر حکومت پړه ور واچوله او تور یې پورې کړ چې وایي پخواني وزیراعظم نواز شریف د سیند صوبې اوبه غلا کړې دي:

"په پاکستان کې نه یواځې دا چې په هره ادارو کې غلا شوې، د اوبو په غلا کې هم تاسې [مسلم لیګ ن] شامل یئ او تاسې د اوبو ټیلیمیټر په زباني امر بند کړی وو".

فیصل واوډا وویل، پر ځای د دې چې سیند صوبې ته 100 فیصده اوبه ورکړل شوې وای، وایي دوی ته 44 فیصده اوبه ورکړل شوې دي او 58 فیصده اوبه ځنې کمې ورکړل شوې دي چې د ده په وینا تېر مرکزي حکومت غلا کړې دي.

خو د مسلم لیګ ن ګوند یوه مشر او د پاکستان پخواني وزیراعظم شاهد خاقان عباسي د اسمبلۍ په غونډه کې د اوبو د مرکزي وزیر تورونه په کلکه رد کړل او په دې اړه یې د یوې تحقیقاتي کمېټۍ د جوړولو غوښتنه وکړه:

"اوبه چې غلا شوې اسمان ته وختلې که هند ته ورکړل شوې، که غلا شوې دي خو کومې صوبې ته ورکړل شوې دي، تر پنجاب لاندې یواځې دوې صوبې سیند او بلوچستان دي، دوی وایي د دواړو اوبه غلا شوې دي".

مرکزي حکومت تور لګوي چې د سیند او بلوچستان اوبه پنجاب ته ورکړل شوې دي. په پاکستان کې دننه د اوبو د وېش لپاره د ارسا (انډس ریور سسټم اتارټي) په نوم اداره هم موجوده ده، خو اکثر وړې صوبې تور لګوي چې پنجاب د دوی د برخې اوبه هم استعمالوي، وایي ځکه خو په پنجاب کې تر ټولو زیاته کښت کرونده کېږي.

پاکستان د کښت کروندو لپاره نه یواځې د اوبو له داخلي ستونځو سره مخ دی، بلکې له افغانستان سره هم د اوبو د شراکت په اړه اندېښنې لري. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د نهې- سه شنبې په ورځ وویل، چې له افغانستان سره یې د کابل سیند د اوبو په اړه شخړه حل کېدو ته اړتیا لري.

د امریکې د بهرنیو چارو له استازې مېرمن ایلس ویلز سره په اسلام اباد کې تر لیدو وروسته شاه محمود قریشي رسنیو ته ویلي وو، چې د کابل او اسلام اباد تر منځ د اوبو موضوع یې له مېرمن ویلز سره شریکه کړه او هغې ورته په دې برخه کې د خپل کردار لوبولو په اړه ډاډ ورکړ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG