لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

محسن داوړ: وزیراعظم زموږ پر غوښتنو د کار کولو او له پوځ سره پرې د خبرو ډاډ راکړ


محسن داوړ وایي د دوی په ضد مقدمې په اصل کې د ریاست له خوا پر دوی د فشار اچولو یوه طریقه ده خو وایي دوی ورته ذهني تیار دي او د خپلو قانوني او آییني حقونو لپاره خپله مبارزه به روانه ساتي.

واشنګټن ــــ د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ او د قومي اسمبلۍ غړی محسن داوړ وایي، د پاکستان له وزیراعظم عمران خان سره په لیدو کې هغه ورته ډاډ ورکړی چې حکومت به یې د دوی پر غوښتنو کار وکړي او کومې غوښتنې چې له پوځ سره تړلې دي هغه به پوځ ته وړاندې کړي.

د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې د جنوبي وزیرستان غړي علي وزیر او د شمالي وزیرستان غړي محسن داوړ د شورو- چارشنبې په ورځ له وزیراعظم عمران خان سره لیدلي او هغه ته یې خپلې ټولې غوښتنې وړاندې کړې دي.

له وي.او.اې ډیوه سره په مرکه کې محسن داوړ وویل، چې وزیراعظم ته یې په بنو کې د پښتون تحفظ موومنټ د نیول شویو کسانو شکایت هم وکړ او هغه ورته وویل چې په دې اړه به له اړوندو چارواکو سره خبرې وکړي:

"وزیراعظم ډاډ راکړ چې وایي دا ټولې ستونځې به هوارې شي، خو دا دومره اسان کار نه دی ځکه ډېرې مسئلې داسې دي لکه په وزیرستان کې د عملیاتو خبره چې ده، په دې اړه که څوک هر څومره ډاډ راکړي خو چې تر څو موږ پر ځمکه حالات سم نه وي لیدلي باور نه شو کولای".

محسن داوړ وایي تر څو چې د پښتنو په سیمو کې ترهګري نه وي ختمه شوې او دوی دا نه وي محسوسه کړې چې "د ریاست له خوا د ترهګرو ملګرتیا" ختمه شوې ده، نو تر هغه وخته به د وزیراعظم په ګډون له هر چا سره ویني او په دې اړه یې له چا سره له مذاکراتو هم انکار نه دی کړی.

وزیراعظم عمران خان تر عامو انتخاباتو مخکې په تېره اپرېل میاشت کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غوښتنې آییني او قانوني ګڼلې وې او هغه وخت یې لا ویلي وو چې په دې اړه به د پاکستاني پوځ له مشر جنرل قمر جاوید باوجوه سره خبرې کوي.

خو د پاکستان پوځ سره له دې چې د دې تحریک غوښتنې سمې ګڼي، خو دا تور هم ورباندې لګوي چې وایي دا یو "پلان شوی" تحریک دی او تر شا یې د هند او افغانستان استخباراتي ادارې دي، خو د دې تحریک مشرانو دا تورونه په وار- وار په کلکه رد کړي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د اکتوبر په ۲۸مه په بنو کې په داسې حال کې جلسه کړې وه، چې حکومت په دې ښار کې د ۱۴۴مې دفعې په نافذولو سره پر لویو غونډو بندیز لګولی وو. د دې جلسې د ویناوالو په ضد پولیسو مقدمه کړې وه او د نهې- سه شنبې له ورځې یې د پښتون تحفظ موومنټ د کسانو د نیولو لړۍ پیل کړې ده.

محسن داوړ وایي د دوی په ضد مقدمې په اصل کې د ریاست له خوا پر دوی د فشار اچولو یوه طریقه ده خو وایي دوی ورته ذهني تیار دي او د خپلو قانوني او آییني حقونو لپاره خپله مبارزه به روانه ساتي. د پي ټي ایم په ضد په ټولو مقدمو کې دغه تحریک د ریاست په ضد د خلکو په را پاورلو تورن شوی دی، محسن داوړ په دې اړه وایي:

"موږ حقایق له ثبوتونو سره بیانوو، که په جواب کې یې له چا سره څه دلیل وي را دې شي، موږ خو نه پروپیګنډه کړې ده نه مو غلطه خبره کړې ده، د ریاست ادارې چې غلط کار کوي هغه به موږ خامخا دنیا ته ښیو".

محسن داوړ وایي د پښتون ژغورنې غورځنګ په ضد چې کومې مقدمې شوې دي، د دې په ضد به په قومي اسمبلۍ کې هم خپل غږ اوچتوي او د هغوی د چېلنج کولو لپاره به عدالتونو ته هم ځي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG