دپاکستان دبهرنیو چارو دفتر ویلي دي چې د اسیه بي بي د هېواد څخه د وتلو خبرونو کې هیڅ صداقت نشته اؤ هغه هم د پاکستان دننه شتون لري.
دمذهب دسپکاوي په تور دتیرو اتوؤ کالو نه بندي عیسایي میرمن اسیه بي بي په پاکستان کې بندي وه اؤ یوې سیمه ییزې محکمې ورته د مرګ سزا اورولې وه خو په ۳۱ اکتوبر دهیواد سترې محکمې دهغې اپیل ومنلو اؤ پرېکړه یې وکړه چې دمذهب سپکاوی یې نه دی کړی.
دسترې محکمې لخوا دهغې دخوشې کولو سره سم په پاکستان کې د مذهبي ډلو لخوا د قهره ډک درې ورځني احتجاجونه شوي وؤ .
تیره ورځ رسنیو دپاکستاني چارواکو له خولې خبر ورکړی ؤ چې اسیه بي بي د ملتان زندان څخه خوشې شوې اؤ په الوتکه کې پلازمینې دنور خان پوځي اډې ته رسول شوې اؤ دهلته نه هالینډ ته روانه شوې ده.
داسې دعوې هم کیدلې چې اسیه بي بي له هېیواده وتلې ده.
خو د زیارت په ورځ دپاکستان دبهرنیو چارو ددفتر ویاند ډاکټر محمدفیصل دغه ټولې دعوې بې اساسه بللي اؤ ویلي یې دي چې اسیه بي بي هم د هېواد دننه موجوده ده.
داسیه بي بي دخلاصون په اړوند د سترې محکمې دپرېکړې په ضد پیل شوي احتجاجونه حکومت د تندروه ډلې تحریک لبیک سره په دې تړون پائ ته رسولي وؤ چې که د اسیه بي بي د خوشې کولو په پرېکړه محکمې ته د بیا کتنې عریضه وشي نو حکومت به یې پرې اعتراض نه کوي.
د آسیه بي بي خاوند عاشق مسیح درې ورځې وړاندې ویلي وو، چې د کورنۍ د غړیو ژوند یې په خطر کې دی او د امریکې د ولسمشر ډانلډ ټرمپ په ګډون یې له برتانيې او کېنېډا څخه د پناه غوښتنه کړې وه.