لاس رسیدونکی لینک

 
پاکستان ته په غېر قانونه لار لېږل شوې پېسې په ترهګرۍ کې کارول شوي، اسدعمر
تازه خبر

پاکستان ته په غېر قانونه لار لېږل شوې پېسې په ترهګرۍ کې کارول شوي، اسدعمر


د پاکستان د خزانې وزير اسد عمر ويلي چې ملک ته په غېر قانونه لار راغلې پېسې په ترهګرۍ او غېر قانونه هلو ځلو کې کارول شوي دي.

هغه ويلي د (هنډۍ) او (حوالې) د لارې د پاکستان نه د غبن پېسې بهر هېوادونو ته منتقل کړی شوي دي.

د پاکستان د خزانې وزير اسدعمر دغه خبره په داسې حال کې کړې چې د ترهګرۍ د مالي مرستو او غېر قانونه پېسو لېږلو د څار نړیوالې ادارې (فاينانشل اېکشن ټاکس فورس، اېف ای ټي اېف) روانه مياشت له اسلام اباده غوښتي که د خړ فهرست نه وتل غواړي نو د غېرقانونه پېسو د مخې نيولو دپاره به نور ګامونه پورته کوي.

د اېف ای ټي اېف د اسیا څانګې روانه مياشت د پاکستان په سفر کې د اسلام اباد په هغو ګامونه د اطمينان څرګندونه نه وه کړې کوم چې پورته کړی شوي دي.

اېف ای ټي اېف ویلي ؤ په غېر قانونه لار د پېسو لېږلو يا مني لانډرنګ د مخنيوي سره بايد د تجارتي مرکزونو، مذهبي او نورو تنظيمونو د چندو بشپړو ريکارډ وساتل شي او د پېسو د هر قسمه کاروبار ريکارډ هم خوندي شي.

اسدعمر په کراچۍ کې د پانګه والو سره په خبرو کې ویلي، د اېف ای ټي اېف په خړ فهرست کې د پاکستان اچول يوه جدي (سنجيده) مسله ده او زياته کړې يې ده حکومت يې د دغه فهرست نه وتلو دپاره اړین ګامونه پورته کوي.

د خزانې وزير ویلي په ۲۷ هېوادونو کې د پاکستانيانو ۹۵ زره د بېنک اکاؤنټونه مالوم شوي دي،په دوبۍ کې د څلور زره پاکستانيانو جايدادونو مالومو شوي او په نورو هېوادونو کې د ۹۷زره پاکستانيانو جايدادونه په ګوته شوي دي، او ۹۶زره بهر اکاؤنټ لرونکو ته خبرتیا ورکړل شوې ده.

هغه ويلي د غېر قانونه لارې د پېسو د لېږلو د مخنيوي دپاره قانون جوړول کيږي په کوم څه چې ټولې ادارې موافقه دي.

هغه زياته کړې چې د هنډۍ د لارې د پېسو لېږلو او په نورو غېرقانونه طريقو د پېسو کاروبار غټ تاوان اړولی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:56 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG