لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني د افغانانو په مشرۍ د سولې په تړاؤ د امریکايي هڅو هرکلی کړی


د افغانستان د سولې د امریکا ځانګړي استازي افغان ولسمشر اشرف غني سره په ارګ کې لیدلي او ورسره يې د دغه هېواد د سولې دپاره د سفر په اړوند خبرې اترې کړي دي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ ويلي دا لیدنه چې تېر ماښام ترسره شوه زلمي خلیلزاد، د افغان حکومت تر مشرۍ او واک لاندې د سولې په هدف د سیمې یو شمېر هېوادونو ته د بیا ځلي سفرونو د لړۍ د پېل په تړاو ولسمشر اشرف غني ته معلومات ورکړل.

د زیارت په ورځ د امریکې د بهرنیو چارو وزات ویلي زلمی خلیلزاد به د نومبر د اتمې نیټې نه د شلمې نېټې پورې د افغانستان، پاکستان، متحده عرب اماراتو او قطر سفر کوي او د افغان حکومت ترڅنګ به د ټولو اړوندو ډلو سره په افغانستان کې د طالبانو په شمول د امن بهیر د بوتلو په موضوع خبرې کوي​.

د ارګ په بيان کې د زلمي خلیلزاد دسفر نور جزیات نه دي په ډاګه شوي خو ژمنه شوې چې له سفرکولو وروسته به د خپلو سفرونو پایلې له ولسمشر اشرف غني سره شریکوي.

د ارګ ترمخه اشرف غني په دې ناسته کې د سولې لپاره د امریکا دبهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سولې په تړاو هڅې وستایلې.

د دې ترڅنګ ښاغلي غني ویلي د افغانانو په مشرۍ او د بین الافغاني خبرو اترو له هر اقدام څخه افغان حکومت هرکلی کوي.

د تېرې جمعې په ورځ د روس په کوربه توب د افغانستان د سولې په تړاو د۱۱ هېوادونو او طالب استازو ترمنځ یوه ورځنۍ ناسته ترسره شوه او په دې ناسته کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مسقیمو خبرو په ترسره کېدو ټینګار شوی و.

افغان حکومت پلاوي د مسکو په کوربتوب او د روس په مشرۍ د سولې په جوړه شوې غونډه کې ګډون نه ؤ کړی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي و چې په دې ناسته کې ځکه رسمي پلاوي برخه وا نه خیسته چې د تاشکند او کابل پروسې په غونډو کې د شویو سپارښتونو له مخې یاده غونډه نه وه جوړه شوې.

خو په ياده غونډه کې د افغانستان د سولې د عالي شورا پلاوي ګډون کړی ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG