لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روس ويلي، امريکايي چارواکو په دوحه کې د طالبانو سره لس ځله پټې ناستې کړي دي


روس د ګل، دوشنبې په ورځ ويلي طالبانو په دوحه کې د امريکې سره لس ځله په پټه ليدنې کړي دي، روس ویلي دغه ليدنې په قطر کې د وروستۍ رسمي لېدنې وړاندې شوي په دې موخه چې څنګه په افغانستان کې روانه جګړه ختمه کړی شي.

خو په دوحه کې تراوسه پورې د طالبانو د سياسي دفتر او امریکايي چارواکو دوه ځله رسمي ليدنې رپوټ شوي دي.

د روس استازي ضمیر کابلوو ويلي، دوي ته ويل شوي چې طالبانو لس ځله د امریکايانو سره ليدلي دي.

ټرمپ انتظاميې په وروستيو کې هڅې تندې کړي چې په افغانستان کې ۱۷ کلنه جګړه ختمه کړي.

د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد تېره میاشت د طالب استازو سره ليدلي او نوموړی دا وخت هم د سیمې د هېوادونو په سفر دی.

روسي استازي ويلي د امریکا ځانګړی استازی پلان لري چې راتلونکې میاشت د افغانستان د سولې د هڅو په لړ کې ماسکو ته راشي.

نوموړي تېره اوونۍ په ماسکو کې د افغانستان د سولې او امنيت په اړوند د راجوړې غونډې احوال ژورنالسټانو ته ويلي په کومه غونډه کې چې د ۱۲ هېوادونو استازو ګډون کړی ؤ.

کابلوو ويلي دا يوه ښه ناسته وه طالبانو په ۱۷ کاله موده کې په ښکاره باندې په کومه ناسته کې ګډون کړی که څه هم دا دوه فريقېنو ترمنځ نېغې خبرې نه وي خو د خبرو په لار لومړی قدم ؤ.

هغه زیاته کړې طالبانو د بهرنيو ځواکونو د وتلو وروسته د افغان دولت سره د خبرو کولو ويلي دي.

د جمعې په ورځ د روس په کوربه توب په ماسکو کې د افغانستان د سولې د خبرو دپاره غونډه راجوړه شوې وه چې پکې د طالبانو د استازو سره ويل شوي ۱۲ هېوادونو ګډون کړی وو.

په ماسکو کې د افغانستان د سولې د خبرو د ناستې په اړوند افغانستان ویلي ؤ په دغه ناسته کې "د سولي عالي شورا د یو غیر دولتي بنسټ" په توګه ګډون کړی ؤ.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي افغانان هيله مند دي چې د ماسکو ناسته به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ نېغ په نېغه خبرو اترو ته لاره هواره کړي.

د ځيني څېړونکو په خیال افغانستان له پکار وو چې د ماسکو غونډې ته یې خپل استازي په حکومتي حیثیت کې ورلیږلی وی.

د ماسکو په غونډه کې د هند، چين او نورو ملکونو نه علاوه د پاکستان پلاوی هم شريک وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG