لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هیومن رایټس واچ: پاکستان کې په ۲۲ میلینه له تعلیمه محرومه ماشومانو کې ۳۲ فیصده جینکۍ دي


واشنګټن ــــ د بشري حقونو د څار نړيوال تنظيم (هيومن رايټس واچ) په پاکستان کې د جينکو د تعليم په اړه په يو رپورټ کې ويلي، د دغه هېواد جينکۍ تعليم تر لاسه کولو ته لېواله دي خو د تعليم په څانګه کې د حکومتي ناکامۍ له کبله دغه جينکۍ بې له تعليمه لويېږي.

د هيومن رايټس واچ دا رپورټ وايي، په پاکستان کې زياتره جينکۍ تعليمي اسانتياوو ته لاسرسی نه لري او د دې علت د سرکاري سکولونو کمی دی.

رپوټ وایي په پاکستان کې شاوخوا ۲۲ ميلینه (دوه کروړه شل لکه) ماشومان سکولونو ته نه درومي چې لويه شميره په کې د جينکو ده. د پرايمري په کچه د سکولونو څخه د بهر جينکو شرح ٣٢ فيصده او د هلکانو شرح ٢١ فيصدي ده او هغه جينکۍ چې تر نهم ټولګي پورې په سکولونو کې د تعيلم لړۍ جاري ساتي د هغوي شرح ١٣ فيصده ده.

هيومن رايټس واچ په خپل رپورټ کې د دغه تنظيم د ښځو د حقونو د څار مشرې ليزل ګيرنتولټز له قوله ليکي، د هېواد زياتره جينکۍ د تعليم تر لاسه کولو ته لېواله دي خو وایي هغوی بې تعليمه لويېږي.

په دغه رپورټ کې د پاکستان په څلورو صوبو کې له ٢٠٩ کسانو سره مرکې شوي او په دغو کې جينکۍ او د هغوی مور و پلار شامل دي.

هيومن رايټس واچ په دغه رپورټ کې هغه علتونه هم په ګوته کړي، چې له امله یې په پاکستان کې جينکۍ د تعليم لړۍ جاري نه شي ساتلای.

په دغو علتونو کې د تعليم په څانګه کې د حکومت له خوا کمې پيسې خرچ کول، د سکولونو کم وخت، په سکولونو کې دننه د سزاګانو رواج او د لازمي تعليم په نافذ کولو کې د حکومت ناکامۍ شاملې دي.

رپورټ د دې تر څنګ هغه خارجي علتونه هم ښودلي دي چې له کبله یې جينکۍ تعليم ته په دوام ورکولو کې ناکامه کېږي. په دغو خارجي علتونو کې له ماشومانو مشقت اخیستل، د جنس په بنياد تفريق، د کم عمرۍ ودونه او په ځانګړي ډول پر تعيلمي ادارو د ترهګرو حملې شاملې دي.

رپورټ مخکې وايي، د پاکستان حکومت په مستقل ډول د تعليم په برخه کې کمې پیسې لګوي او د ٢٠١٧م کال د شمېرو په اساس وايي، چې حکومت د هېواد د قامي مجموعي پيداوار ٢.٨ سلنه برخه په تعليم لګوي چې د ٤ نه واخله تر ٦ فيصدو پورې تر نړيوال معيار کمه ده.

په پاکستان کې د معياري تعيلم لپاره د کارکوونکي غيردولتي تنظيم الف اعلان وکالت کوونکی مشر عمر اورکزی وايي، دا رپوټ په هېواد کې د تعليم د خراب حالت انځور وړاندې کوي او په رپورټ کې چې د سکولونو نه د بهر جينکو څومره شمېره ورکړل شوې ده هغه په حقيقي ډول لا نوره هم سېوا ده.

هغه وايي، په پاکستان کې په مجموعي ډول ٤٨ فيصده جينکۍ د سکولونو نه بهر دي او که د پخوانۍ فاټا خبره وشي نو هلته دا مهال ٧٥ فيصدي جينکۍ سکولونو ته نه ځي او د دې لويه وجه په حکومتي کچه د پاليسۍ يا تګلارې نشتوالی او د تعلیمي خسارې د پوره کولو لپاره د مناسب بجټ نه ايښودل دي.

هغه زياتوي چې په پخوانیو قبايلي سيمو کې جينکۍ سکولونو ته د تګ د مسئلې سره مخ وي او چې کله يوه ماشومه د پرايمري تر کچې تعليم پوره کړي نو بيا سکول پرېږدي او دا ځکه چې د مډل تعيلم لپاره يا خو د سره نيزدې سکول نه وي او يا ډېر لرې وي.

رپورټ په اخر کې وايي، هغه مور پلار چې په خپله بې تعليمه دي، هغوی فکر کوي چې د بچو ښه ژوند یې له تعليم سره تړلی دی خو وایي حکومت دغه کورنۍ يواځې پرېيښې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG