لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ولسمشر غني دسولې په اړوند ښځو نه درېوؤ ورځو کې وړاندیزونه غوښتي


دافغانستان ولسمشر ښاغلي اشرف غني طالبانو سره په سوله کې دښځو رول مهم بللی اؤ دمیرمنو څخه یې غوښتي چې دسولې په اړه خپلې مشخصې طرحې اؤ وړاندیزونه په درېوؤ ورځو کې هغه سره شریک کړي.

ولسمشر اشرف غني تیره اوونۍ دسولې دپاره دټول هیواد په کچه دیو مشورتي بورډ جوړؤلو اعلان کړی ؤ اؤ ویلي یې وؤ په دغه بورډ کې به میرمنو ته هم استازیتوب ورکولی شي.

دسه شنبې په ماښام ولسمشر اشرف غني د سولې په اړه د مشورتي ناستو په لړ کې د افغان ښځو شبکې غړو سره ناسته کړې اؤ هغوئ ته یې ډاډ ورکړی چې دسولې پروسه کې به دښځو نظرونو ته درناوی ورکول کیږي.

دافغانستان دصدارتي ماڼۍ دبیان له مخې د افغان ښځو شبکې رئیسې روشن مشعل او د یادې شبکې د مدیره پلاوي غړې مریم رحماني د سولې په اړه خپل وړاندیزونه او لیدلوري شریک کړل اؤ وې ویل افغان ښځې د پایداره سولې غوښتونکې دي او د سولې فرهنګ په ترویج کې فعال رول لري.

دغو میرمنو د ولسمشر اشرف غني څخه وغوښتل چې ښځې دې په ټولو مذاکراتوکې فعاله برخه ولري، متخصص افراد دې د سولې مذاکراتو پروسه کې شامل شي او لاسته راوړنې باید د مذاکراتوقرباني نه شي.

ولسمشر غني وویل د سولې د مذاکراتو په موخه مشورتي بورډ جوړېږي او په هغه کې د ښځو د استازو برخه لرل او لیدلوری مهم دی.

تیره اوونۍ ولسمشر اشرف غني ددغه مشورتي بورډ په اړه یوې جوړې شوې غونډې ته ویلي وؤ دیاد مشورتي بورډ موخه داده چې په دې پروسه کې د ټولو ولایتونو استازي شامل وي، ځکه سوله ښکاره او په رڼا کې کېږي.

ښاغلي غني غني څرګنده کړې وه د مشورتي بورډ له ټاکلو وروسته به د دې بورډ غړي کابل ته راشي او د حکومت تخنیکي ټیم سره به په ګډه چې په سولې پروسه کې بوخت دی، کار وکړي.

د ولسمشر وینا وهکله چې د سولې د مذاکراتو لپاره زمینه برابره شي همدا مشورتي بورډ به د مذاکره کوونکي ټیم په جوړولو کې رول ولري او له دې پروسې سره به مرسته کوي

افغان دولت اؤ امریکا په دې وروستیو کې طالبانو سره دسولې هڅې چټک کړي اؤ تیره اوونۍ په دې اړوند مسکو کې دطالبانو په ګډون د ۱۲ؤ هیوادونو یوه غونډه هم راجوړه شوې وه چې ورته د افغانستان دسولې دعالي شورا غړي ورغلي وؤ اؤ‌ په طالبانو یې ټینګار کړی ؤ چې دولت سره خبرو ته کښیني.

افغانستان کې دسولې دپاره دامریکا دبهرنیو چارو د وزارت ځانګړی استازی هم دامهال د افغان سولې لړ کې دسیمې په سفر دی اؤ افغان چارواکو اؤ سیاسي مشرانو سره یې دسولې په اړوند خبرې کړي دي.

ټاکل شوې چې زلمی خلیلزاد به دافغانستان دسفر نه وروسته پاکستان اؤ‌ قطر ته هم ولاړ شي اؤ‌ په قطر کې به طالب مشرانو سره نیغ په نیغه خبرې وکړي

خو امریکا واضحه کړې ده چې که طالبانو سره دسولې خبرې کیږي نو مشري به یې دافغانانو په لاس کې و

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG