لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

زاخېلوال: پاکستان او افغانستان دواړه دې د طاهر داوړ د وژنې حقیقت را برسېره کړي


واشنګټن ــــ په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر ډاکټر عمر زاخېلوال وايي "د وژل شوي پولیس افسر طاهر داوړ شهادت مونږ داسې ګڼو لکه زمونږ خپل یو ځوان چې په ډېره بې رحمانه توګه شهید شوی وي"

په اسلام اباد کې له خبریالانو سره د خبرو په وخت ښاغلي زاخېلوال وویل، د پاکستان او افغانستان دواړو حکومتونو ذمه واري ده چې په دې هکله پلټنې وکړي او حقیقت رابرسېره کړي چې څنګه طاهر په اسلام اباد کې ژوندی ورک شو او په افغانستان کې یې مړی وموندل شو.

افغان سفیر وایي دواړه حکومتونه باید د دې پوښتنې ځواب ووايي چې طاهر داوړ څنګه او په کومه لاره افغانستان ته واړول شو او داسې یو ځوان په بې رحمانه ډول ووژل شو.

ښاغلي زاخېلوال خلکو ته ډاډ ورکړی چې د افغانستان حکومت به د دغې قضیې په پلټنو کې هغه هر څه وکړي چې په توان کې يې وي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفارت خبر کړی چې د وژل شوي پوليس افسر (اېس پي) طاهر داوړ مړی ورته پرون د افغانستان د ننګرهار ولایت په دُر بابا ولسوالۍ کې موندل شوی دی.

دُر بابا د ننګرهار ولایت ولسوالي ده چې تورخم ته نیزدې پرته ده.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په خپله فېسبوک پاڼه په ژوندۍ بڼه خوره شوې وینا کې دا دعوه کړې چې د طاهر داوړ مړی د ننګرهار د دُر بابا ولسوالۍ په غوړګۍ سیمه کې موندل شوی چې د هغه په وینا د پاکستان د یوې امنیتي پوستې نه دوه یا درې سوه میټره لرې ده.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین هم څو شېبې وړاندې په ټول هېواد کې سبا د زیارت- پنجشنبې په ورځ د طاهر داوړ د وژنې پر ضد د احتجاجونو اعلان کړی دی.

د پاکستان حکومتي چارواکو او استخباراتي ادارو په عمومي توګه تر اوسه د پولیس افسر طاهر داوړ د وژنې په اړه کوم معلومات نه دي شریک کړي، چې آیا هغه څنګه له پایتخت اسلام اباد څخه په کومه لار تر تورخمه یووړل شو او افغانستان ته واړول شو.

په کورنیو چارو کې د پاکستان د مملکت وزیر شهریار اپریدي، د نهې- سه شنبې په ورځ له پاکستاني رسنیو سره په خبرو کې د طاهر داوړ د وژنې په اړه ویلي وو، چې "دا یوه حساسه مسئله ده او زه ورباندې خبرې نه شم کولای".

  • 16x9 Image

    منزه شهید

    منزه شهید جرمني کښې خپل ماسټري په سیاسې علومو کښې تر لاسه کړې او د کال ۲۰۱۵ راهسې د امریکا غږ ډیوه څانګې سره همکاره ده. منزه په ملټي ميډیا، راډیو او ټلویزیون کښې د شپږو کلونو اوږده تجربه لري. هغه د خبریالۍ ترڅنګ په سیاسي او ټولنیزو موضوعاتو لیکنې کوي.

    په ټوېټرې د منزه شهید سره رابطه کولی شئ:

    @MunazaShaheed

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG