لاس رسیدونکی لینک

 
د امریکا ددفاع وزیر له جنوبي پولې څخه لیدنه کوي
تازه خبر

د امریکا ددفاع وزیر له جنوبي پولې څخه لیدنه کوي


واشنګټن: د امریکا ددفاع وزیر جېم مېټېس به د شورو یا چهارشنبې په ورځ د هېواد له جنوبي پولي څخه لیدنه وکړي چېرې چې په زرګونو امریکايي سرتیري د پوله ساتو ځواکونو د ملاتړ لپاره ګمارل شوي دي.

مېټېس د سې شنبې یا نهې په ورځ په پنټګان کې خریالانو ته وویل، دم ګړۍ د امریکا د پوځي ماموریت په برخه کې کوم ادلون بدلون نه شته.

ده وویل:

"مونږ په پوله باندې خنډونه جوړو او مونږ هلته هېلې کوپټرې لرو. ګورو به چې په راتلونکې کې څه کېږي خو دا مهال مو همدا ماموریت دی. "

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ له مکسیکو سره په پوله باندې د هغو زرګونو پناه غوښتونکو د مخنیوي لپاره ګمارلي کوم چې هڅه کوي امریکا ته راواوړي.

د امریکا د کورنیو چارو د وزارت په غوښتنه تر ۵۶۰۰ نور سرتیري او ۲۱۰۰ پوله ساتي ځواکونه ددغې پولې د امنیت لپاره غوښتي وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG