لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د تورخم په پوله کاربنديز، افغانستان سره د سوداګرۍ د ګاډو تګ راتګ ودرول شوی


 د تورخم په پوله کاربنديز نومبر، ۱۶، ۲۰۱۸
د تورخم په پوله کاربنديز نومبر، ۱۶، ۲۰۱۸

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم د لارې د سوداګرۍ د ګاډو تګ راتګ د کاربنديز له امله د پرون راهسې تړل شوی دی، ياد کاربنديز سوداګرو، د ګاډو مالکانو او ګمرکي استازو (کسټم کليرنګ ايجنټس) کړی دی.

د کسټم کليرنګ ايجنټان، سوداګر او د ګاډو مالکان وايي د تورخم په پوله د سوداګرۍ د سامانونو او ګاډو د ګمرک په موخه کمپيوټري نظام په ځای کړی شوی کوم چې د بجلۍ او انټرنېټ د نشتوالي له امله هر وخت د ستونزو ښکار وي.

د کاربنديز له امله د پرون زيارت، پنجشنبې د روځې نه د سوداګريزو ګاډو تګ راتګ په رسمي ډول ودرول شوی دی.

دوي وايي د کمپيوټري نظام او بجلۍ د نشتوالي له سببه سوداګري د سختو مشکلاتو سره مخ ده. دوي غوښتنه کوي په پوله دې يا خو کمپيوټري انټرنېټي ستونزه هواره کړی شي او يا دې مخکنی زوړ نظام په ځای کړی شي.

دوي دا غوښتنه هم کوي چې د افغانستان سره د چمن يا نورو لارو باندې کومه سوداګري کیږي او هلته سوداګرو ته کومې اسانتياوې ورکړی شوي هغه دې په تورخم هم په ځای کړی شي.

د تورخم په پوله کاربنديز کوونکي تور لګوي چې د پاکستان د لوجيسټک قامي اداره (اېن اېل سي) په پوله په اېمګرېشن، وزن، سيکيورټي او هر څيز کې بې ځايه کار ساتي.

دوي وايي چې د اېن اېل سي اصل کار په تورخم نوی ټرمېنل جوړول او ټرانسپورټرانو ته اسانتياوې ورکول دي.

د تورخم په پوله دې وړاندې هم دغه ډول احتجاجونه او کاربندېزونه شوي او کاربنديز کوونکي وايي دوي ته د چارواکو لخوا داسې باور هم ورکړی شوی چې دا مسلې به هوارې کړي خو دغه مسلې د دوي په وېنا تراوسه نه دي حل کړی شوي.

سوداګر وايي په پوله د دواړو غاړو د دولتي مامورينو لخوا ټرانسپورټران تنګول کيږي او په لار کې ورته خنډان اچولی شي.

تېره میاشت پاکستاني سوداګرو ويلي ؤ د پولې پورې غاړې افغانستان لوري ته د دوي د ۲۰۰۰ نه زيات سوداګريز ګاډي ايسار کړل شوي دي.

پاکستاني سوداګر وايي د تشو ګاډو نه بيرته په راتلو په پوله بډې رشوتې اخيستل کیږي، او د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو د ګډې خونې (جوائنټ چېمبراف کامرس اېنډ انډسټري) شریک مشر خان جان الکوزی هم مني چې په افغانستان کې ګاډي ايسار پاتې دي او علت يې بډې رشوتي دي.

خو نوموړي ويلي د پولې دواړو غاړو ته د افغانستان سرحدي پوليس او پاکستان خاصه دار دواړه په دې کار کې لاس لري او هغه تور لګوي دواړه غاړو ته د مياشتې په سر په دغو بډو رشوتونو په کروړونو روپۍ اخيستل کیږي.

هغه دا هم ويلي چې په پوله د سوداګرۍ د اسانتياؤ برابرولو دپاره دوي د پاکستان د دولت سره خبرې هم شوي خو په دغو ژمنو عمل نه دی شوی.

د ستبمر په میاشت کې د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو د ګډې خونې مشر زبېر موتي والا وي او ای ډیوه سره په خبروکې ويلي ؤ،

"په تېر دوه دوه نيم کاله کې تجارتي حجم ډېرکم شوی دی او دا وخت ۱.۷ اربه ډالره دی کوم چې يو وخت ۲.۵ او ۲.۷ اربه ډالرو ته رسېدلی ؤ او د هغې علتونه د افغان سوداګرو باور ته زیان رسول شوی دی، او بل د چابهار او هند توکي افغانستان ته رسېدلي دي".

پاکستان سږ کال د فرورۍ په مياشت کې د تورخم او بيا د مې په میاشت کې د چمن پوله د میاشتو په حساب تړلې او سوداګر وايي دغه بندېز دوی ته په ملينونو ډالره تاوان اړولی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG