لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

عمران خان:چې خپلې خبرې نه پشا نه شي هغه خو لیډر نه دی


دپاکستان وزیراعظم عمران خان وایي چې کوم لیډر دحالاتو مطابق له خپلې خبرې پشا نه شي هغه لیډر نه دی ځکه چې هټلر اؤ نپولین هم دخپلې خبرې نه د نه اوښتو په ستر سترې ماتې خوړلې وې.

دپاکستان په وزیراعظم اکثره د هغه مخالفین نیوکي کوي چې پخپله خبره نه ودریږي اؤ چې څه یې ویلي وي تل دهغې نه پشا کیږي.

اسلام اباد کې خبریالانو سره خبرو کې عمران خان دخپلې خبرې نه پشا کیدلو ته دپوهې کار ویلی او ویلي یې دي کوم لیډر چې د پشا کیدلو په چل نه پوهیږي له هغه ستر بې وقوف نه وي

هغه ویلي دچین دسفر غوره نتیجې یې مخې ته راروانې دي اؤ داځل چې یې دچین سفر څومره غوره ثابت شوی له دې وړاندې هیڅ یو وزیراعظم دغسې بریالیتوب نه دی ترلاسه کړی.

هغه وویل دچین نه یې ډیر ستر کومک ترلاسه کړی ،تر دې وړاندې چین هیچاته دومره ستر کومک نه دی ورکړی.

هغه وویل کیدی شي د سعودي هم څخه یو ډیر ستر ترلاسه کړي خو دهغې جذئیات ځکه اوس نه ښایي چې بیا به نوره نړۍ هم دغسې کومکونه غواړي

دپاکستان وزیراعظم عمران خان په اقتدار کې له راتلو وړاندې بهر نه د پورونو اخستلو سخت مخالف ؤ اؤ ژمنه یې کړې وه چې که هغه واک ته ورسیدو نو ځان به مړ کړي خو دبهر نه به پورونه وانه خلي خو حکومت ته د راتللو سره سم یې نه یوازې دچین اؤ سعودي عرب نه دپورونو غوښتنه کړې بلکې نړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف څخه یې هم پور غوښتی.

وزیراعظم عمران خان دریځ لري چې بهر نه اوس پورونه اخستل ځکه ضروري شوي چې دهیواد پیسې پخوانیو حکومتونو لوټ کړي دي.

خو دهغه سیاسي مخالفین دعمران خان په حکومت تور لګوي چې دکومو کولو تجربه ورسره نشته .

ښاغلي عمران خان خبریالانو ته وویل دهیواد نه چې کومې پیسې لوټ کړل شوي دهغې بیرته راوړلو دپاره هلې ځلې روانې دي اؤ یوازې په دوبۍ کې ۱۵اربه ډالر معلوم کړل شوي دي.

نوموړي زیاته کړې ده چې د برتانیې اؤ سوئټزر لینډ سره تړونونه شوي اؤ ددې تړونونو له امله به هیواد نه دلوټ شوؤ پیسو په بیرته راوړلو کې کومک وشي

XS
SM
MD
LG