لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

زاخېلوال:د طاهر داوړ جسد سپارل باید د ولسونو د ویشلو په پلمه ونه کارول شي


په پاکستان کې دافغانستان سفیر ډاکټر عمر زاخیلوال د وژل شوي پښتون پولیس افسر دجسد سپارلو په اړوند دپاکستاني‌ چارواکو په څرګندونو افسوس ښکاره کړی اؤ ویلي یې دي د طاهر داوړ دجسد په درناوي دسپارلو څخه باید د دواړو غاړو د ولسونو د ویشلو دپلمې په توګه کار وانه خستل شي .

دوژل شوي پولیس افسر طاهر داوړ مړی پرون (پنجشنبه)د افغان دولت له لوري دهغه کورنۍ اؤ پښتنو مشرانو ته سپارل شوی ؤ چې په دې دپاکستان پوځ اؤ حکومت ناخوښي ښودلې وه اؤ دا یې دسفارتي ادابو په ضد عمل بللی ؤ.

طاهر داوړ په ۲۶م اکتوبر دپلازمینې اسلام اباد څخه تښتول شوی ؤ اؤ وروسته یې مړی په ۱۳م نومبر دننګرهار په دور بابا ولسوالۍ کې موندل شوی ؤ.

دجمعې په ورځ په ټوئټر افغان سفیر لیکلي افغان مشرانو چې د طاهر داوړ مړي ته څنګه درناوی ورکړی له هغې ثابتیزي چې د دواړو غاړو مشران خپلو کې یو موټی دي.

هغه ویلي”په لوړو چوکیو ناستو خلکو نه د مسولیت څخه د ډکو څرګندونو هیله کیږي ،دپاکستاني پولیس افسر د پېښې په اړوند دافغانانو رویه دحساسیت ښودلو پرته بله هیڅ معنی نه لري، هغوئ جسد په درناوي سره پاکستان ته سپارلی دی”

تیره ورځ دپاکستان دمملکت دکورنیو چارو وزیر شهریار اپریدي سینیټ ته خپله وینا کې ویلي وؤ چې طاهر داوړ د اسلام باد نه دپنجاب میانوالي ته بوتلل شوی ؤ اؤ بیا دبنو د لارې افغانستان ته اړول شوی .

خو په ټولنیزو رسنیو سیاسي مشرانو اؤ مدني فعالینو پوښتنې کړي چې اخر څنګه داسلام اباد نه طاهر داوړ افغانستان ته رسول کیدلو اؤ دپاکستان استخباراتي اؤ امنیتي ادارې پرې نه خبریدلې؟

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG