لاس رسیدونکی لینک

 
امریکې روان کال په پاکستان کې ۱۱۳ ملينه ډالره مصرف کړي دي
تازه خبر

امریکې روان کال په پاکستان کې ۱۱۳ ملينه ډالره مصرف کړي دي


د امریکې د بهرنيو چارو وزارت ويلي په روان کال (۲۰۱۸) م کې يې په پاکستان کې په مهمو پروګرامونو او هلو ځلو کې ۱۱۳ ملينه ډالره مصرف کړي دي.

په وروستيو کې په پېښور کې د امریکا د نړیواله مرستندویه ادارې (يو اېس اېډ) په مرسته د سوځېدلو او غټو طبي عملياتو مرکز (برن او ټراما سنټر) جوړ کړی شوی دی.

په ياد سنټر په کال ۲۰۱۱م کې کار پېل شوی خو په ۲۰۱۳م کې پرې د پېسو د نشتوالي له امله کار ودرول شوی ؤ.

راپورونه وايي د ۱۲۰ کټونو د يادې پروژې مشر ډاکټر طاهرخان بيا په کال ۲۰۱۷م کې د خېبرپښتونخوا د حکومت د لارې يواېس اېډ ته لاس رسولی او يو اېس اېډ ورته د دغه پروژې پوره کولو دپاره ۱۵ملينه ډالره ورکړي وو.

ياد برن او ټراما سنټر پوره کړی شوی او ويل کيږي په نزديو کې به يې پرانسته وشي.

د ډان د رپوټ ترمخه د امريکې د بهرنيو چارو وزارت ویلي چې د اکتوبر ۲۰۱۷م نه تر ستمبر ۲۰۱۸م پورې د بهرنيو چارو په هلو ځلو کې اته اربه اووه کروړه ډالره مصرف کړی شوي دي.

په دغو پېسو کې په مهمو پروګرامونو کې په پاکستان کې ۱.۱ اربه ډالره د بدامنۍ سره مخ سیمو کې مصرف شوي او په عراق او افغانستان کې پکې هم کارول شوي دي.

ويل شوي د بهرنيو ځواکونو د مرستې په برخه کې ۶.۱ اربه ډالره ورکړل شوي چې پکې د اسرايل، مصر، اردن او عراق سره پاکستان هم شامل دی خو دا نه دي ویل شوي چې پاکستان ته څومره پېسې ورکړل شوي دي.

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د روان کال په لومړۍ نېټه په يو ټويټ کې ويلي ؤ پاکستان د امریکا نه ۳۳ اربه ډالره اخستي او په بدل کې يې ورته دروغ ويلي او ټګې يې ورسره کړې ده.

له دغې وروستو امریکې د پاکستان امداد هم بند کړی ؤ.

امریکا او افغانستان په پاکستان تورونه لګوي چې په خپله خاوره يې د حقاني شبکې سره نور ترهګر ساتلي څوک چې په افغانستان کې ترهګري کوي.

خو پاکستان امریکايي تورونه ردوي او تل دغه دريځ تکراروي چې په خپله خاوره يې د ټولو ترهګرو پرضد بې توپيره عمليات کړي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG