لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني:دسولې لاره کې به لوړې،ژورې زغمو


دافغانستان ولسمشر ښاغلي اشرف غني ویلي چې سولې ته رسېدل یوه مسقیمه او هواره کرښه نه ده، په دې برخه کې باید لوړې او ژورې وزغمو.

ولسمشر غني نن (شنبه)د سولې په اړه د خپلو مشورتي ناستو په لړ کې د مدني ټولنې له یوشمېر غړو سره کتلي اؤ هغوي ته یې ویلي سوله ملي بحث دی او زمونږ ارزښتونه یواځې د افغانستان خلک تعریفولی شي.

د ولسمشر دماڼۍ څخه دخپور شوي بیان له مخې په دغه لیدنه کې ولسمشر زیاته کړه مونږ باید روښانه اراده او لوری ولرو او تېرې ترخې تجربې تکرار نه کړو

ښاغلي غني دې ته په اشارې چې د سولې په پروسه کې مهم دخیل افراد ځوانان دي وویل هڅه کوو چې د هېواد په هره مهمه پرېکړه کې ځوانان ونډه ولري

هغه زیاته کړه چې سولې مذاکره کوونکی ټیم به د فرصت او ستونزې په هر پړاوکې له ملت سره مشوره وکړي.

په دې وروستیو کې افغان دولت طالبانو سره دسولې هڅې چټک کړي اؤ په دې لړ کې په تیره اوونۍ په مسکو کې هم د ۱۲هیوادونو یو کانفرنس جوړ شوی ؤ چې پکې دطالبانو استازو اؤ دافغانستان دسولې دعالي شورا هئېتونو هم برخه اخستې وه.

امریکا افغانستان کې د سولې دپاره زلمی خلیلزاد خپل استازی ټاکلی اؤ ډاډ‌ یې ښکاره کړی چې دسولې دپاره خلیلزاد چټک هڅې به ددې جوګه شي چې طالبان اؤ افغان دولت مخامخ دسولې خبرو ته کښین

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG