دافغانستان ولسمشر ښاغلي اشرف غني ویلي په افغانستان کې د سولې لپاره تر بل هر وخت په ملي، سیمه ییزه، بین المللي او د اسلامي هیوادونو په کچه اجماع او فضا برابره شوې ده.
هغه وایي “افغانستان د مشورو او جرګو هیواد دی او مونږ په هره ملي موضوع کې له ولسونو او د بېلابېلو اقشارو استازو سره مشورې کړي او له دې لارې په اسانه تلپاتې او باعزته سولې ته رسېدلی شو”
ولسمشر غني دیکشنبې په ورځ د کنهدهار ولایت مشرانو اؤ استازو سره لیدلي اؤ افغانستان کې دسولې په روانه پروسه یې ورسره خبرې کړي دي.
دافغانستان دصدارتي ماڼۍ دبیان له مخې په دغه لیدنه کې دکندهار مشرانو ولس مشر څخه غوښتنه کړې چې د سولې مذاکرات باید بین الافغاني وي. په مشورتي بورډ کې موثرو، باتجربه ، ژمنو او د جنګ ځپلو سیمو او ښځو استازو ته ځای ورکړل شي.
افغان ولسشمر اؤ امریکایي چارواکو له مخکې واضحه کړې ده چې که طالبانو سره دسولې خبرې پیل کیږي نو مشري به دافغانانو په لاسونو کې وي اؤ امریکا به دغو مزاکراتو ته یوازې اسانتیاوې برابروي.
په دغه لیدنه کې ښاغلي اشرف غني ویلي سوله د افغانستان د خلکو مهمه غوښتنه او د حکومت له مهمو لومړیتوبونو څخه ده، ځکه په هیواد کې د څلوېښت کلن بحران د پائ ته رسولو او تلپاتې سولې د تامین لپاره بین الافغاني مذاکرات حتمي دي.
ولسمشر وویل، موخه معلومه ده، مګر لاره باید لا ډېره روښانه شي.
هغه زیاته کړه، د مشورتي بورډ د ایجاد موخه د سولې مذاکراتو ته چمتووالی او د سولې د بریالیو او بین الافغاني مذاکراتو لپاره د مشخص ادرس رامنځته کول دي.
تر دې وړاندې دیکشنبې په ورځ د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکې ځانګړي استازی زلمی خلیزاد هم په کابل کې خبریالانو ته ویلي وؤ چې د ستونزو او چلینجونو سره سره، بیا هم تر یو حده خوشبینه او هیله من دی چې د افغانستان وروستۍ ١٧ کلنې جگړې ته به د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو یوه حل لاره پیدا کړي.
وه ورځ مخکې تر دې، د خالي په ورځ، طالب سرچینو هم ویلي و چې د خلیلزاد ټیم سره د طالبانو د خبرو اترو په اړه دواړه اړخونه خوشبینه دي.