لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ایران په غیرقانوني توګه ور اوښتي 73 پاکستاني وګړي پاکستان ته وسپارل


ايراني چارواکو د نهې- سه شنبې په ورځ د پاکستان او ايران پر ګډه پوله پاکستاني چارواکو ته 73 تنه په تفتان کې وسپارل. د تفتان د لېويزو په وينا دغه کسان د بلوچستان ايالت له لارې په غيرقانوني توګه ايران ته داخل شوي وو.

د تفتان د لېويزو حوالدار د نوم نه ښکاره کولو په شرط وي.او.اې ډيوه ته وويل، چې دوی ته سپارل شوي کسان يې د پلټنو مرکزي ادارې (ایف ای اې) ته سپارلي دي.

په کوټه کې د ايف ای اې ډپټي ډایريکټر جواد خان وي.او.اې ډیوه ته وويل، چې دوی ته له سپارل شويو کسانو څخه پلټنې روانې دي. جواد خان وایي د بشري قاچاک په تور يې 18 قاچاکبر هم نيولي او عدالت ته یې سپارلي دي.

جواد خان وایي، له پاکستان څخه په غير قانوني توګه نورو هېوادونو ته په تلونکو سلو وګړو کې پينځوس وګړي د بلوچستان ايالت له لارې ځي. د ده په وینا په يوه ورځ کې لږ تر لږه سل کسان له بلوچستانه د تفتان له لارې ايران ته داخلېږي او بيا ترکي او يورپي هېوادونو ته د تګ هڅه کوي.

د جواد خان په وينا په هغو کسانو کې چې په غير قانوني توګه ايران او بيا نورو هيوادونو ته د رسېدو خواهش لري، ډېری ځوانان د پاکستان د پنجاب ايالت اوسېدونکي دي.

د ایف ای اې د ډپټي ډایريکټر په وينا، ايراني چارواکي هر کال 27000 نيول شوي وګړي پاکستان ته سپاري. وایي دا ټول هغه کسان دي چې له کومو قانوني اسنادو بغير ايران ته داخل شوي وي. جواد خان وایي په غيرقانوني توګه ايران او نورو هېوادونو ته د رسېدلو کسان شمېر تر پینځوس زره هم زیات دی:

"د بلوچستان په سرحدي سیمو کې د ناامنۍ ستونځه هم ده او په ډېرو ځایونو کې موږ چیک پوسټونه نه لري، ځکه نو زیات خلک ایران ته په اوښتلو کې کامیابه شي".

جواد خان وایي وفاقي محکمه ايف ای اې وسايل او د کار وګړي کم لري. بلوچستان له افغانستان سره 1165 او له ايران سره 909 کیلوميټره ګډه پوله لري. د ده په وينا د پاکستان د کورنيو چارو د وزارت له خوا د بشري قاچاق د مخنيوي لپاره خصوصي ځواک جوړ شوی دی چې مثبت اغېز به ولري.

د بلوچستان د بشري حقوقو د کميشن غړی شمس الملک مندوخېل وايي، ډېری ځوانان د خپل ښه سباوون په هيله نه یواځې د خپل مور و پلار ګټلې روپۍ قاچاکبرو ته ورکړي بلکې په ناقانونه توګه د سفر کولو په وخت خپل قيمتي ژوند هم له ګواښ سره مخ کړي.

لاملونه يې څه دي چې په دومره زيات شمېر ځوانان ايران اور نورو هېوادونو ته په غيرقانوني توګه سفر کوي؟ شمس مندوخېل يې په ځواب کې وایي:

"تر ګردو زیاته د غربت مسئله ده، بل دا چې دلته د قومونو تر منځ وسایل سم نه دي وېش شوي ځکه نو بې روزګاري زیاته ده، یوه بله وجه یې دا ده چې د خلکو هنرونه نه دي زده هغوی مجبوره شي چې نورو هېوادونو ته لاړ شي".

د ايف ای اې بلوچستان د رپوټونو په اساس په غيرقانوني توګه نورو هېوادونو ته د تلونکو کسانو عمرونه له پينځلسو کالو بيا تر پينځه دېرش کالو پورې دی. د ايف ای اې د قانون مطابق که يو څوک په غيرقانوني توګه بل هېواد ته د اوښتلو پر وخت ونيول شي، نو هغه کس يواځې 4000 پاکستانۍ روپۍ جرمانه کېږي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

XS
SM
MD
LG