لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان:- پاکستان به د مذهب د سپکاوي په ضد يو نړيوال قرارداد وړاندې کوي


د پاکستان وزيراعظم عمران خان په ډاګه کړې چې د رایې د اظهار د ازادۍ په پلمه چاته هم د يونيم ارب مسلمانانو له جذباتو سره د لوبو کولو اجازه نه شي ورکول کېدای او پاکستان به د مذهب د سپکاوي په ضد يو نړيوال قرارداد وړاندې کوي.

په اسلام اباد کې د نهې- سه شنبې په ورځ د پاکستان د مرکزي حکومت له اړخه پيل شوي دوه ورځني رحمت العالمين کانفرنس کې د سعودي عرب، عراق او ايران په ګدون ګڼ شمېر ديني عالمان او مشايخ ګدون کوي.

د کانفرنس د پرانیستې په موقع په خپله وینا کې وزير اعظم عمران خان وویل، هر څو کاله پس په غربي نړۍ کې د اسلام د پيغمبر سپکاوی کيږي، چې د مسلمانانو زړونه ورسره ازاريږي او د دغه عمل د مخنیوي لپاره به د پاکستان حکومت يو قرارداد راوړي.

عمران خان وایي، د دې قرارداد مقصد به دا وي چې څوک هم د رایې د اظهار د ازادۍ په پلمه د يونيم ارب مسلمانانو له جذباتو سره لوبې ونه کړای شي.

د پاکستان وزيراعظم مذهبي جذباتو ته د زيان رسېدو په پلمه د رایې د اظهار د ازادۍ د محدودولو دا خبره په داسې وخت کې کړې چې په پاکستان کې د مخکې نه د طاقتورو رياستي ادارو او مذهبي سخت دريځو له خوا خبريالان او ليکوالان له ځورونو سره مخ دي او د روان کال په جنورۍ کې چې رياستي ادارو کوم شپږ بلاګران پورته کړي وو، په هغوی هم د مذهب د سپکاوي تورونه پورې شوي وو.

د بشري حقونو د خپلواک کميشن ايچ آر سي پي مشر ډاکتر مهدي حسن وایي، د پاکستان ټولنه د مذهب، مسلک او ژبې په بنسټ وېشلې ده او د پاکستان باني محمد علي جناح چې کوم اصول ټاکلي دي بايد په هغو عمل وشي.

هغه وایي، جناح ويل، چې مذهب د هر سړي خپل کار دی او هر بنده حق لري چې د خپلې خوښې د عقيدې او مذهب د خپلولو پرېکړه پخپله وکړي، چې په هغې کې نه خو رياست ته او نه فرد ته د دخل اجازه شته او فرد ازاد دی چې د الله سره څنګه وغواړي تعلق ورسره جوړ کړي.

وزيراعظم وايي، چې کله هم په غربي هېوادونو کې د پيغمبر اسلام په شان کې سپکاوی کيږي نو د نړۍ مسلمانان ورسره را پارېږي او خپله غصه سړوي. وایي نتيجه یې دا را وځي چې مسلمانان سړکونو ته راوځي، اجتجاج کوي او هرڅه مات ګوډ کړي او بيا د غربي نړۍ هغه خلک چې د مسلمانانو دښمنان دي خلکو ته وايي، وګورئ اسلام يو داسې دين دی چې انتشار خوروي.

ډاکتر مهدي حسن وايي د مذهب په بنياد د ولس د جذباتو را پارولو حل د قانون په عملي کېدو کې پروت دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG