لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

له پاکستان سره تر خبرو وروسته ای ایم ایف لا د قرض ورکولو پرېکړه نه ده کړې


د پیسو نړیواله اداره ای ایم ایف له پاکستاني چارواکو سره په خبرو کې د وړاندې کړو شرطونو په بنیاد دې پرېکړې ته نه ده رسېدلې چې دې هېواد ته قرض ورکړي. پاکستاني رسنۍ د خزانې د مرکزي وزیر اسد عمر له خولې وایي، تمه څرګندېږي چې د غونډې په وروستي پړاو کې له ای ایم ایف سره پر دې سلا شي چې د راتلونکو پینځو کلونو لپاره پاکستان ته پور ورکړي.

په سختو اقتصادي ستونځو کې ښکېل پاکستان د پیسو له نړیوالې ادارې دوه ځله په رسمي توګه د پور غوښتنه کړې ده او دا وخت د ای ایم ایف پلاوی د پاکستان په سفر دی چې د قرضې ورکولو پر شرطونو له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي.

پاکستاني مطبوعات وایي، ای ایم ایف له پاکستانه غوښتي چې د بجلۍ قیمتونه او د ټیکسونو د را ټولولو شرحه زیاته کړي او دا هم ویل شوي چې له چین څخه د مرستې پر اخیستلو د سېوا ټیکس پر سر اختلافات موجود دي.

د اقتصادي چارو پوهان وايي، د ټیکسونو له زیاتوالي سره به د پاکستان مالیاتي خساره را کمه شي او وړاندې هم د خزانې وزیر اسد عمر ویلي وو، چې پر شتمنو خلکو به ټیکسونه ولګوي. پروفیسر میراج الحق وایي، زیات ټیکسونه را ټولول د حکومت په ګټه دي:

"ټیکسونه زیاتول پکار دي او دا به د پاکستان په ګټه وي چې مالیاتي خساره به ورسره کمه شي، خو په پاکستان دا فشار هم زیاتېدای شي، ځکه چې حکومت له مخکې نه د بجلۍ، تېلو او ګېس په نرخونو کې اضافه کړې ده. که نرخونه نور هم زیات شي او پر خلکو د ګرانۍ بوج راشي نو پر حکومت بوج اچولای شي".

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د حکومت تر جوړېدو وروسته ویلي وو، پاکستان د خپل تاریخ له سختو اقتصادي ستونځو سره مخ دی او هېواد یې ۱۲ اربه ډالرو مرستې ته اړتیا لري.

په وروستیو کې د سعودي عرب حکومت له پاکستان سره د ۳ اربه ډالرو مالي مرستې ژمنه کړې وه. مطبوعات د خزانې د وزیر له خولې وایي، چې د دغې مرستې یو ارب ډالره د پاکستاني مرکزي بېنک ته منتقل شوې دي.

د دې تر څنګ وزیراعظم د چین او متحده عربي اماراتو سفر هم کړی، خو حکومت د دغو هېوادونو له خوا د مالي مرستو تر لاسه کولو په اړه څه نه دي ویلي.

مطبوعات وایي د پاکستان او ای ایم ایف تر منځ پر قامي اقتصادي کمېشن هم اختلافات شته او د صوبو له خوا مرکزي حکومت ته ویل شوي دي چې هغوی په دې کمېشن کې هیڅ ډول بدلون ته تیار نه دي.

په تېر این ایف سي ایوارډ کې صوبو ته د آمدنۍ پر سر 57.5 فیصده برخه ورکړل شوې وه. پروفیسر میراج الحق وایي، د سعودي عرب تر مرستې وروسته د پاکستان زرمبادله ذخیره زیاته شوې ده، خو بیا هم اقتصادي حالت ته په کتو کېدای شي ای ایم ایف او پاکستان سره سلا شي:

"که فرض کړه ای ایم ایف او پاکستان سره جوړ نه شول، د سعودي عرب، چین او عرب امارات له خوا د مرستې، قرضې یا سرمایه کارۍ په شکل که څه اعلان کېږي، نو په سمدستي توګه به پر پاکستان دومره فشار نه وي لکه مخکې چې وو".

د پاکستان تحریک انصاف ګوند د حکومت تر جوړېدو وروسته د ټیکسونو د را ټولولو 4.398 اربه روپۍ نوی هدف ایښودل شوی وو، خو د ټیکسونو د را ټولولو اداره ایف بي آر د روان مالي کال په لومړیو څلورو میاشتو کې په دغه هدف کې له 68 اربه خسارې سره مخ ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG