لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

یو این ایچ سي آر: له پاکستانه به د افغان کډوالو د ستنېدو لړۍ تر مارچ میاشتې ځنډېدلې وي


د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یو این ایچ سي آر اعلان کړی چې په پاکستان کې د مېشتو رجسټر شویو افغان کډوالو خپل هېواد ته د دوی په مرسته په رضاکارانه توګه د بيرته ستنېدو لړۍ به د ژمي د راتګ له امله د درو مياشتو لپاره بنده وي.

په اسلام اباد کې يو اين سي ايچ ار په خپره کړې اعلاميه کې ويلي، چې افغانستان ته د افغان کډوالو د بيرته ستنېدو عمل به د د سمبر د مياشتې له لومړۍ نېټې نه د راروان کال د فبرورۍ تر ٢٨ نېټې پورې بند وي.

په اسلام اباد کې د يو اين ایچ سي ايچ آر وياند قيصر اپريدي وي.او.اې ډيوه ته وويل، دا عمل د ژمي د موسم له کبله هر کال درول کيږي.

ښاغلی قیصر وايي، په دغه موده کې به د پښتونخوا په نوښار او د بلوچستان مرکز کوټې ته نیژدې د یو این ایچ سي آر مرکزونه تړلي وي او په افغانستان کې به هم د کابل، کندهار او ننګرهار مرکزونه بند وي او د بيرته ستنېدو دغه عمل به د راتلونکي کال د مارچ له لومړۍ نېټې بيا پيلېږي.

د يو اين سي ايچ آر د رسمي شمېر له مخې سږ کال له پاکستانه د ادارې له خوا شاو خوا 14000 افغان کډوال خپل هېواد ته بيرته ستانه شوي دي او په دغو تللو افغانانو کې زيات شمېر په پښتونخوا او بلوچستان صوبو د مېشتو کډوالو دی.

د یو این ایچ سي آر د رسمي شمېر په اساس دا مهال په پاکستان کې 14 لکه رجسټر شوي افغان کډوال ژوند کوي چې پکې 9 لکه په پښتونخوا، 3 لکه او شل زره په بلوچستان، 1 لک شل زره په پنجاب، او 63 زره افغان کډوال په سیند ايالت کې مېشت دي.

د یوې اندازې له مخې په پاکستان شاوخوا 10 لکه افغان کډوال نور هم اوسېږي چې له یو این ایچ سي آر سره د مهاجرینو په توګه رجسټر نه دي.

د يو اين سي ايچ آر د ویاند په وینا له 2002م کال نه تر اوسه پورې 44 لکه کډوال په رضاکارانه توګه افغانستان ته ستانه شوي دي.

د يادونې وړ ده چې د پاکستان حکومت په هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو د قانوني اسنادو موده هم د 2019م کال تر جون میاشتې پورې غزولې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG