لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

محمد شهزاد په نړیوال ټورنمنټ کې په 16 بالونو 74 رنزونه وکړل


د افغانستان وتلي بېټسمېن محمد شهزاد په متحده عرب اماراتو کې په روان نړیوال ټي 10 ټورنمنټ کې په 16 بالونو کې 74 رنزونه جوړ کړل، چې 8 شپږیزې- چکې یې ووهلې او ناټ آوټ پاتې شو.

شهزاد د هندوستان له راجپوتس لوبډلې سره لوبېږي.

د دوی مقابله له سیندیز لوبډلې سره وه، چې هغوی په 10 اوورونو کې 94 رنزونه کړي وو او شپږ لوبغاړي یې آوټ شوي وو.

په ځواب کې یې راجپوتس لوبډلې دغه رنزونه له کوم وکټ سوځېدو پرته پوره کړل.

ټي 10 ټورنمنټ له 21 نومبر نه تر 2 دسمبر پورې په شارجه کرکټ میدان کې تر سره کېږي.

دا د ټي 10 دویم پړاو دی چې 8 لوبډلې پکې برخه اخلي.

په دې ټورنمنټ کې د پښتون په نوم ځانګړې لوبډله هم شامله ده، چې مشري یې شاهد اپریدی کوي.

XS
SM
MD
LG