لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مېټس: د یمن د سولې خبرې به په ډیسمبر کې ترسره شي


واشنګټن: په یمن کې جګړه روانه ده خو دواړو غاړو خبرو ته چمتوالی ښودلی.

د امریکا ددفاع وزیر جېم ماټېس د شورو یا چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، په یمن کې د تېرو څو اونیو راهیسې د جګړې په لومړیو کرښو کې کوم بدلون نه دی راغلی.

ده وویل، ایتلافي ځواکونو د هدېدې د بندر شاخوا سیمو کې چې یمن ته د خوراکي توکو د ورتګ اصلي لاره ګڼل کېږي د یاغیانو په مرکزونو باندې خپل بریدونه درولي دي.

"سعودي او ایتلاف یې د هدیدې د بندر شاخوا سیمو باندې یرغلیز بریدونه درولي دي. کیدای شي په ځینو برخو کې اوس هم جګړه وي خو زه هغې ته د ټیټې کچې یا وړه جګړه ووایم. "

ماټېس د یمن لپاره د ملګروملتونو د ځانګړي استازي مارټین ګرېفېتس د هلو ځلو ستاینه وکړه چې د یمن د جګړې ښکېلې غاړې یې خبرو ته چمتو کړې دي، هغه هڅه چې تر دې مخکې په سپټمبر کې ناکامه شوي وه.

"د ملګروملتونو ځانګړی استازی د خپلې دندې د پیلېدو راهیسې ډېر اغیزناک دی. دا هر څه د یوې غوره رهبرۍ پایله ګڼم. مونږ له هغه سره له نږدې کار کوو او زه په خپله ورسره ښايي په هرو دوو اونیو کې یو ځل مخامخ یا ټیلفوني خبرې وکړم او ځینې وخت په یوه اونۍ کې څو ځلې هم سره خبرې کوو. "

ګرېفېتس د شورو یا چهارشنبې په ورځ د یاغیانو تر ولکې لاندې صنعا نومې سیمې ته ورسېده تر څو له هوسي یاغیانو سره د هغوی د مشر عبدالمالک الهوسي سره خبرې وکړي.

د ګرېفېتس سفر یوه ورځ وروسته له هاغې ترسره شو چې هوسیانو او د هغوی ملاتړو د یمن په پلازمېنه کې د مذهبي رخصتي په ورځ خپل کلک جګړیز دریځ یو ځل بیا څرګند کړ.

د هوسيانو له ډلې احمد حامد وویل:

"مونږ خپلو دوښمنانو ته دا پیغام ورکول غواړو چې څومره چې تاسو د اوږده وخت لپاره منګولې خښې کړئ نو هغومره به د جګړې په لومړیو کرښو کې زمونږ شتون زیات شي. ستاسو د اوږد مهاله جګړې سره به د یمن خلک نور هم ستاسو په وړاندې یو موټی کړي تر څو تاسو وننګوي. "

په یمن کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د سولې خبرې په داسې حال کې ترسره کېږي چې د سیف د چلنډرن په نامه یو نړیوال خیریه بنسټ اټکل کړی چې په یمن کې د ۲۰۱۵ کال راهیسې چې جګړه پیل شوې له ۸۵۰۰۰ څخه زیات له پنځه کلنۍ څخه کوچني ماشومان د ولږې له امله مړه شوي وي.

د یادې ادارې مرستیالې امریکا غږ ته ویلي چې یمن ته له بهر څخه د بشري مرستو لړۍ په دې وروستیو میاشتو کې ډېره محدوده شوې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG