لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران: زه پخپل هنر نړۍ ته د پښتنو پرامنه کلتور ور پېژندل غواړم


د پېښور اوسېدونکی عمران خان یو داسې پښتون هنرمند ځوان دی، چې په اورېدو او خبرو کې ستونځه لري، خو د ده د لاس جوړ ژوندوي انځورونه داسې ښکاري لکه له کتونکو سره چې خبرې کوي.

عمران خان د پیسو ګټلو لپاره د زړو لوښو د رغونې او د ګندهارا آرټ د نقاشۍ کار هم کړی او په دغو پیسو یې له پېښور پوهنتونه په فاین آرټس یا ښکلیو هنرونو کې د ماسټرۍ ډګري هم تر لاسه کړې ده. عمران وایي پخپل هنر سره نړۍ ته د پښتنو پرامنه کلتور ور پېژندل غواړي:

"زه د پښتنو لپاره دا انځورونه ځکه جوړوم، چې د دنیا خلک زموږ پښتنو ته ترهګر وایي، زموږ خلک پرامنه او باصلاحیته خلک دي، زه د پښتنو کلچر ځکه ښکاره کوم چې دنیا ته زموږ پېژندنه ورسېږي".

عمران خان د پښتنې ماشومې انځور جوړوي.
عمران خان د پښتنې ماشومې انځور جوړوي.

عمران خان وایي لا پینځه کلن وو چې له انځورګرۍ سره یې ډېره مینه پیدا شوه او او کله یې چې سرکاري سکول ته تګ پیل کړ، نو پر تختۍ به یې هم د څه لیکلو پر ځای انځورونه جوړول، خو وایي د سکول هیډماسټر ورباندې پینځه کاله د انځورونو پر جوړولو بندیز ولګاوه:

"په تختۍ به هلکانو الف ب ت لیکله، ما ورباندې د هېډماسټر تصویر جوړ کړی وو، بیا چې هېډماسټر راغی ویل دا خو دې زما بوت جوړ کړی دی، ته ما دوزخ ته بیایې، بیا یې تصویر راباندې وران کړ او د لاس په ګوتو یې په لښته وهلم".

عمران خان وایي په وړوکوالي کې یې د اورېدو او خبرو کولو قوت د تبې له امله ختم شوی وو، "درې کلن وم چې تبه راباندې راغلې وه، ډاکټر په تبه کې ستن را وهلې وه، له هغه سره زما ژبې او غوږونو کار پرېیښی وو، بیا ډاکټرانو ویل چې یا به مړ شي یا به یې ژبه او غوږونه کار نه کوي، بیا مې څو کاله وروسته ژبې کار پیل کړ او لږ لږ مې اواز هم اورېده".

عمران خان د نقاشۍ کولو په مهال.
عمران خان د نقاشۍ کولو په مهال.

عمران وایي مشرانو وروڼو یې پر ټرکونو او لاریو د انځورونو جوړولو کار کاوه او له هغوی سره یې له ماشومتوبه په دوکان کې کار کاوه. وایي کله به یې چې وروڼو پر لاریو کوم انځورونه جوړول، نو ده به هم پر کاغذ هغسې انځورونه جوړول.

د عمران خان انځورونو نه یواځې په پاکستان کې بلکې په نوره نړۍ کې یې هم په نندارتونونو او سیالیو کې انعامونه ګټلي دي. عمران وایي هغه په ژوند کې چېلنج خوښوي، ځکه یې نو په اوبو انځورګري زیاته خوښه ده:

"زه آل راونډر یم. چارکول، واټر کلر پېټل، آل پېنټ، په چاقو نقاشي، اکریلیک، ایلیټریس او کیلیګرافي دا ټول مې زده دي، خو زما واټرکلر (د اوبو انځورګري) خوښ دی، دا ګران دی او هر څوک یې نه شي کولای، ځکه چې نور انځورونه که خراب شي سمېږي خو د اوبو جوړ انځور که خراب شي بیا نه جوړېږي".

عمران خان په خپل هنر دا ثابته کړې چې غربت او معذوري کله هم د قدرتي هنر او استعداد مخه نه شي نیولای. هغه دا مهال په پېښور میوزیم کې د پخوانیو انځورونو د بیاجوړونې په برخه کې د کونسلر په توګه کار کوي.

عمران خان د پښتنو سړو انځورونه جوړوي.
عمران خان د پښتنو سړو انځورونه جوړوي.

عمران: زه پخپل هنر نړۍ ته د پښتنو پرامنه کلتور ور پېژندل غواړم
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:03 0:00

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG