لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د داعش د خراسان وياند وژل شوی


افغان رسنيو ویلي د داعش د خراسان وياند د ننګرهار په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو په عملياتو کې وژل شوی دی.

د پژواک د خبر ترمخه په عملیاتو کې د داعش خراسان ډلې وياند شرافت شفق او نور ګڼ شمېر داعشيان او طالبان هم وژل شوي دي.

ويل شوي شفق د داعش پېژندل شوی وياند ؤ.

د افغانستان په ختيځې صوبې ننګرهار کې وخت په وخت د داعش د مشرانو د وژنې خبرونه مخې ته راځي.

د اګست په مياشت کې د افغان صدراتي ماڼۍ ارګ مرستيال وياند شاه حسېن مرتضوي ویلي ؤ چې په ننګرهار کې د بهرنيو او افغان ځواکونو په عملياتو کې د داعش د افغانستان مشر ابو سعيد اورکزی وژل شوی ؤ.

له دې وړاندې هم په ننګرهار کې د داعش مشر حافظ سعيد خان د امريکايي او ايتلافي ځواکونو په هوايي بريدونو کې وژل شوی ؤ.

داعش د پاکستان سره په پوله د افغانستان په ننګرهار ولايت کې په لومړي ځل په کال ۲۰۱۵م کې راښکاره شوې او بيا يې خپل فعاليتونه تر کونړ، نورستان او په شمال کې جوزجان ته غځولي وو.

داعش په افغانستان کې د ګڼو ترهګرو بريدونو زمه وارۍ منلې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG