لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

شهزاد محمدي:دپاکستان دکرکټ‌ پښتنو لوبغاړو سره ښې انډېوالۍ لرو


دافغانستان دکرکټ دملي لوبډلې وکټ کیپر اؤ تکړه بېټسمین شهزاد محمدي وایي د افغانستان د کرکټ لوبغاړي دپاکستان دکرکټ دملي لوبډلې پښتنو لوبغاړو سره ښه انډیوالي اؤ راشه درشه لري اؤ هیڅکله کرکټ د سیاستونو نه ښکار کوي.

شهزاد محمدي چې دا مهال په شارجه کې د T10 په روانو سیالیو کې دراجپوت په نوم لوبډله کې لوبیږي په ۱۶ بالونو یې د۷۴ منډو په جوړؤلو نړیوال ریکارډ جوړ کړی دی.

وائس اف امریکه ډیوه سره ځانګړو خبرو کې شهزاد ویلي “مونږ کرکټ اؤ سیاست نه یو ځائ کوؤ دپاکستان په ملي لوبډله کې چې غیر پښتانه لوبغاړي هم دي ،ښې اړیکې ورسره لرو”

دهغه په وینا “داسې ډير لوبغاړي شته چې هغه زمونږ انډیوالان دي،پښتانه دي په دې ټيم کې سهیل خان دی،انورعلي دی که شاهد اپریدی اؤ که نور څومره لوبغاړي دي مونږ داسې نه وایو چې مونږ د بیلابیلو لوبډلو لوبغاړي یو “

هغه وایي خو چې کله بیا دکرکټ میدان ته اوځو نو هلته به خبره د پښتون اؤ انډيوالۍ نه وي ،هلته به یوازې اؤ یوازې لوبغاړي یو.

کله چې د شهزاد محمدي څخه پوښتنه وشوه چې یو شمیر خلک دافغانستان اؤ پاکستان خپلو کې د کرکټ دسیالیو ته هم دجګړې بڼه ورکوي، تاسو دې عمل ته په کوم نظر ګوري؟ هغه یوازې دومره وویل هغوئ دې خدایې پوئ کړي،هغوئ خو مونږ نشو پوئ کولی ، یوازې همدا به ورته ووایو چې کرکټ ته دې دکرکټ په نظر وګوري اؤ باید خوند ترې واخلي.

“دا خو د دوؤ ساعتو یا یو نیم ساعت لوبه وي، له هغې وروسته خو مونږ خپلو کې انډيوالان یو، زه دپښتون لوبډلې برخه نه یم خو راغلی یم د ددې ډلې په مینځ کې ناست یم اؤ خپل محفل ورسره کووم”

دT10دغه سیالۍ چې په متحده عربي اماراتو کې روانې دي اته لوبډلې پکښې ګډون لري.

په دې سیالیو کې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې ۱۶ تنه لوبغاړي هم برخه لري. له دې ډلې څخه سمیع الله شینواری د سیندیز او شهزاد محمدي، کریم جنت او قیس احمد د راجپوت لوبډلو له پاره لوبیږي.

شهزاد محمدي وویل یو وخت که افغانستان په جنګونو اؤ نورو شیانو په نړۍ کې پیژندل کیدلو خو اوس یې خلک په کرکټ پيژني، په شاه پور ځدران،راشد ارمان، مجیب اؤ نبي په لوبو پيژني اؤ همدا لوبغاړي به دافغانستان دسولې سفیران جوړیږي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲۵ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

XS
SM
MD
LG