لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په پاکستان کې د لوړو زده کړو زده کونکي د خپلو حقونو لپاره احتجاج کوي


د نړيوال پرمختګ اداره وايي، دا وخت د پاکستان په تاريخ کښې د ځوانانو شمېر تر ټولو زيات دی او د آبادۍ ۲۹ فيصده ځوانان د ۱۵ نه تر ۲۹ کالو عمر لري خو په دوی کښې یواځې ۱۵ نه ۲۰ فيصده لوړې زده کړې کوي.

دغه ځوانان چې لوړې زده کړې کوي له ستونزو سره هم مخ کيږي او پلان لري چې د خپلو حقونو د غوښتنې لپاره د نومبر په دېرشمه نېټه د هېواد په لویو ښارونو کې احتجاجي لاریون وکړي.

لاریون د هغو ځوانانو لخوا رابلل شوی چې د پرمختللیو زده کونکو د ټولي (پراګريسو سټوډنټس کليکټیو) تر نامه لاندې راټول شوي دي.

په پېښور کښې د ځوانانو دغه تنظيم غړي نه لري خو آيا دلته به هم دا احتجاجي لاريون کيږي او که نه چېرې چې د صوبې په سر ښار کښې له وړاندې نه احتجاجونه روان دي.

په پيښور پوهنتون کښي د يو کال راهيسې احتجاجونه روان دي او نن هم د متحده طلبا محاذ د پوهنتون نه تر صوبايي اسمبلۍ پورې په احتجاجي توګه په امن واک باندې وتلي.

د یاد محاذ وياند محمد آفاق وايي:

" کوم ځوانان چې په ملک کښي په ۳۰م نومبر احتجاج کوي دوی یې ملاتړ کوي خو د پيښور يونيورسټۍ خلاف يو کال راهيسې مونږ هم احتجاج کوو خو تر اوسه زموږ غوښتنې چا ونۀ منلې. کوم سټوډنټان او فورم داسې دي چي زمونږ پشان ستونزې لري مونږ یې حمايت کوو۔“

د پراګريسو سټوډنټس کليکټیو په شان د صوبې ترټولو زوړ پوهنتون پيښور يونيورسټۍ کښې د مختلف سياسي فکر لرونکي سره یوځای شوي او د متحده طلبا محاذ د لارې د يونيورسټۍ د طالب علمانو په فيسونو کښې کمې، د هاسټل او ټرانسپورټ سهولت له غوښتنو سره سره په يونيورسټۍ کښې انتظامي ګډوډو خلاف هم د پلټنو غوښتنه کړې۔

د دوئ غوښتنو په ځواب کښې صوبايي حکومت يو پارلماني کميټي هم ټاکلې خو د ۵۱ ورځو له تېرېدو نه سره سره کميټۍ څه تحقيقاتي رپورټ نه دې پيش کړې.

نن د دې پر ضد احتجاج په وخت د دغه کميټۍ مشر او د قانون صوبايي وزير سلطان محمد خان دغه احتجاج کونکو ته ورغلی او مزاکرات یې ورسره کړي.

آفاق په دې اړه وویل:

"مونږ د فيسونو، د ټرانسپورټ د سټوډنټانو په جنسي توګه تنګولو خلکو خلاف احتجاج کولو او نن مو امن واک چې شورو کوولو نو سلطان محمد خان راغلو او اوس ورسره مزاکرات کيږي۔“

يو کال پس هم طالب علمان په پيښور کښې سړک باندې خپل غوښتنو سر راوتلي او حکومت ورسره مزاکرات کوي۔

د پراګريسو سټوډنټس کليکټوبه هم د متحده طابا محاذ په شان په فيسونو کښې کمي، په يونيورسټو کښې د طلباء تنظيمونو بحالي، د ډګري د حکومتي منلي ادارو سره منسلکي او د جينکو طالب علمانو په جنسي توګه تنګولو مخ نيوې غواړي او دې غوښتنو ته په دريشم نومبر پورې ملک کښې را وزي ګورو چي دابه څه نتيجې راوړي۔۔

XS
SM
MD
LG