لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتون مبارز عبدالصمد خان اڅکزي ژوندلیک یوکرایني ژبې ته و ژباړل شو


د پوهنتون د نړیوالو اړیکو د څانګې مرستیالې پروفیسرې بورډلوفسکا اولینا د غونډې برخوالو ته د عبدالصمد خان اڅکزي په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې هغه نیم ژوند په زندانونو کې تېر کړ، خو په بې پروایۍ سره یې د استعمار او بې عدالتۍ په ضد نه تم کېدونکې مبارزه وکړه.

واشنګټن ډي سي ــــ د پښتنو د قومي خپلواکۍ او د جمهوریت د مبارز او سیاستوال عبدالصمد خان اڅکزي (خان شهید) ژوندلیک له پښتو ژبې یوکرایني ژبې ته ژباړل شوی او په دې وروستیو کې چاپ شوی دی، چې د مخکتنې غونډه یې هم د نومبر په 26مه په یوکراین کې شوې ده.

د غونډې ویناوالو د دې نومیالي پښتون مبارز د ژوندلیک د ژباړلو اړتیا ته په پام ویلي، چې هند د کوچنۍ وچې (برصغیر) او د یوکراین خلک دواړو د امپېریلزم په ضد مبارزه کړې ده. وایي که پښتانه او د هند خلکو د انګرېزانو په ضد جنګېدلي، نو د یوکراین خلک د پخواني شوروي اتحاد او د هغوی د استعماریت په ضد پاڅېدلي دي.

عبدالصمد خان اڅکزي خپل ژوندلیک د "زما ژوند او ژوندون" په نامه پخپل ځانګړي لیکدود لیکلی او د ده تر مرګ لسګونه کلونه وروسته څو کاله مخکې په درې ټوکه کې چاپ شوی وو، چې اوس ډاکټر غلام سرور په اسلام اباد کې د یوکراین د سفارت د یوه سفارتکار او لیکوال واسیال ایواشکو په مرسته په یوه کال کې یوکرایني ژبې ته ژباړلی دی.

د کتاب ژباړونکي ډاکټر غلام سرور د غونډې برخوالو ته وینا کوي.
د کتاب ژباړونکي ډاکټر غلام سرور د غونډې برخوالو ته وینا کوي.

د کتاب ژباړونکي ډاکټر غلام سرور له وي.او.اې ډیوه سره په ځانګړې مرکه کې وویل، پکار خو دا وه چې د پاکستان ریاست د عبدالصمد خان اڅکزي غوندې د برصغیر مبارزین نړۍ ته ور پېژندلي وای، خو وایي ریاست چې دا کار نه کوي نو مجبوره دي چې پښتانه خپل مبارزین پخپله نړۍ ته ور پېژني.

د کتاب مرستیال ژباړونکی ښاغلی وسیال ایواشکو پخپله د یوکراین په ادبیاتو کې یو پېژندل شوی نوم دی، چې څو کتابونه یې لیکلي او ژباړلي دي. ډاکټر غلام رسول وایي څو کاله مخکې یې چې ښاغلي ایواشکو ته د عبدالصمد خان اڅکزي په اړه خبرې کولې، نو هغه ډېر زیات اغېزمن شو او له ده یې وغوښتل چې دا کتاب ورسره یوکرایني ژبې ته و ژباړي.

ډاکټر غلام سرور وایي، د یوکراین خلکو دغه پښتون مبارز هیڅ نه پېژانده، خو ده چې د هغه له مبارزې خبر کړل نو هغوی زښته زیات حیران شول:

"یوکراینیان ډېر حیران دي چې خان شهید دومره زیات وخت په جېلونو کې تېر کړی دی، دوی ویل موږ خو یو له نېلسن منډېلا خبر وو چې ډېرې قربانۍ یې ورکړې دي او دومره کلونه یې په جېل کې تېر کړي دي، دوی اوس وایي چې له یوکرایني خاورې سره د خان شهید غوندې مینه پکار ده".

مرستیاله پروفیسره بورډلوفسکا اولینا په غونډه کې وینا کوي.
مرستیاله پروفیسره بورډلوفسکا اولینا په غونډه کې وینا کوي.

د یوکراین د پایتخت کیف د تاراس شیفچینکو پوهنتون د نړیوالو اړیکو په څانګه کې د مخکتنې غونډې ته د کتاب د ژباړونکي په ګډون د پوهنتون استادان او د ځایي زده کوونکو په ګډون پښتانه زده کوونکي هم ورغلي وو.

د غونډې ویناوالو وویل چې عبدالصمد خان اڅکزي له تاندې ځوانۍ د خپل عمر نیمایي برخه د ازادۍ، جمهوریت او د برابرو آییني حقونو لپاره د مبارزې پر سره په بېلابېلو زندانونو کې تېره کړه، خو د ظلم او استعمار په وړاندې یې ماتې ونه خوړه.

د پوهنتون د نړیوالو اړیکو د څانګې مرستیالې پروفیسرې بورډلوفسکا اولینا د غونډې برخوالو ته د عبدالصمد خان اڅکزي په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې هغه نیم ژوند په زندانونو کې تېر کړ، خو په بې پروایۍ سره یې د استعمار او بې عدالتۍ په ضد نه تم کېدونکې مبارزه وکړه.

په غونډه کې یوه پاکستاني خبریال اغا اقرار هارون پخپله وینا کې وویل، چې عبدالصمد خان اڅکزي او زوی یې محمود خان اڅکزي تل د عدمِ تشدد سیاست کړی او د پاکستان سیاسي تاریخ د دغې کورنۍ له یادونې پرته نه شي لیکل کېدای:

"موږ او تاسې دواړه د استعمار په ضد جنګېدلي یو. کله چې د سټیپن بندارا غوندې خلکو د روسي استعمار په ضد مبارزه کوله، د صمدخان غوندې مبارزین د انګرېزي استعمار په ضد جنګېدل. امپېریلزم د سرطان غوندې دی چې په انسان کې نېشنلزم وژني".

یوه بله یوکراینۍ ویناواله د عبدالصمد خان اڅکزي په اړه وینا کوي.
یوه بله یوکراینۍ ویناواله د عبدالصمد خان اڅکزي په اړه وینا کوي.

په دې غونډه کې په یوکراین کې مېشتو پښتنو افغانانو او د یوکراین د بېلابېلو سیمو د پوهنتونونو استادانو هم ګډون کړی او د کتاب د ژباړونکي ډاکټر غلام سرور او پروفیسرې اولینا په ګډون د یوکراین په ساینس اکېډمۍ کې د کانټینېنټل مطالعاتو د انسټیټیوټ څېړونکې ډاکټرې یولیا فل، له اوډېسه څخه نرګس محمد او نورو برخوالو هم د عبدالصمد خان اڅکزي د ژوند او مبارزې پر بېلابېلو اړخونو خبرې کړې دي.

د عبدالصمد خان اڅکزي ژوندلیک په پښتو کې درې ټوکه دی خو په یوکرایني ژبه په یوه ټوک کې 2000 دانې چاپ شوی دی. ډاکټر غلام رسول وایي چې دا کتاب یې د خپلو ملګرو په مرسته هملته په یوکراین کې چاپ کړی دی.

د عبدالصمد خان اڅکزي ژوندلیک "زما ژوند او ژوندون" په دې وروستیو کې د ده زوی او د بلوچستان پخواني ګورنر محمد خان اڅکزي انګرېزي ژبې ته هم ژباړلی، چې په نیژدې وختونو کې به چاپ شي.

دا دویم پښتون مبارز دی چې کتاب یې له پښتو بلې ژبې ته ژباړل کېږی. افغان لیکوال او شاعر فاروق فردا هم په شلمه پېړۍ کې د برصغیر د پښتون سیاستوال او د خدایي خدمتګار تحریک د مشر عبدالغفار خان باچا ژوندلیک (زما ژوند او جدوجهد) له پښتو څخه دري ژبې ته ژباړلی، چې روان کال په کابل کې د سرحدونو او قبایلو وزارت چاپ کړی دی.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG