لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې که څوک دخپل بدن غړي عطیه کول وغواړي نو څه به ورته کول وي؟


د روغتیایي خدمتونو په اړه دپاکستان دسينيټ قايمه کميټې یوه قانوني مسوده منظور کړې ده چې له مخې به یې خلک یو بل ته دخپل وجود غړي عطیه کولی شي.
دغه قانوني مسوده دسناتور ميا محمد عتيق شيخ لخوا کمیټې ته وړاندې کړل شوې چې پکې وړانديز شوى که چرې يو تن دخپل بدن دکومې برخې عطيه ورکول وغواړي نو بايد په شناختي کارډ کې يې يادونه وشي.
دپاکستان د ډان ورځپاڼې له مخې ميا محمد عتيق شيخ چې دقايمه کميټۍ مشر هم دى،وايي سري لنکا په ټوله نړۍ کې دسترګې دعطيه کوونکي هيواد په توګه درناوى موندلى او پاکستان دسترګو عطيه له بيلا بيلو هيوادونو څخه ترلاسه کوي.
دهغه وينا وه که چرې څوک پخپله خوښه دخپل بدن غړي عطيه کول غواړي نو هغه به خواست کوي چې بايد په شناختي کارډ کې يې يوه سره نخښه ولګي، دغسې به په قدرتي يا حادثاتي توګه دمرګ په صورت کې ډاکټرانو ته معلومه وي چې که چرې ممکن وي نو نو دهغه تن دبدن غړي دې وويستل شي.
ډان ورځپاڼې دانساني بدن دبرخو د انتقال دادارې ديو استازي له خولې لیکلي چې په دې اړه دحکومت له لوري هم یوه قانوني مسوده تيارولى شي چې پکې به په شناختي کارډ اؤ دګاډو په لا يسنسونو د بدن دبرخو دعطيه کولو يادونه کيږي.
هغه وويل " وړانديز کووم چې دا دسینیټ دکمټې اوسنۍ قانوني مسودې نه دې صرف نظر وکړل شي ځکه چې حکومتي مسوده ډيره بشپړه اؤ جامع ده اؤ ډير زر به منظور کړل شي"
دقامي روغتيا دخدخاتو وزير عامر محمود کياني هم وړانديز کړى چې بايد دسینیټ دکمیتې مسوده یا خو له پامه وغورځول شي او يا دې په حکومتې مسوده کې ورګډه کړل شي.
خو ښاغلي شيخ دغه وړانديز رد کړى او ويلي يې دي دسينيټ مشر په ډاګه کړې چې دحکومتي مسودو له امله به دشخصي غړو مسودې له پامه نه غورځول کیږي.
هغه ويلي " ديوې حکومتي مسودې په منظوریدو کې تر دوو کلونو وخت لګيدلی او يا دسره منظوريدلى هم نه شي ځکه چې حکومت ته مخالف ګوندونه قايلول وي خو ماته سياسي ګوندونو باور راکړى چې هغوي به زما دمسودې ملاتړ کوي"
یو بل سینټیر ډاکتر اسد اشرف وويل بايد دې لړ کې داسلامي نظرياتي کونسل څخه رايې وغوښتل شي ځکه داسې رقم بل په مذهبي حلقو کې له نيوکو سره مخ کيدى شي.
خو ښاغلي شيخ ددې په ځواب کې ويلي داسلامي نظرياتي کونسل رايې ته ضرورت نشته ځکه چې دا په خلکو پورې اړه لري چې هغوي دخپل بدن برخې عطيه کول غواړي که نه.
دسینیټ دملي روغتیا دخدماتو د کمیټې غړو دقانوني مسودې په ګډه توګه منظوري ورکړې ده او د رايې اچولو لپاره اوس دغه مسوده برني ايوان ته ليږل شوې ده.
ډان ورځپاڼه پخپل راپور کې وایي که چرې څوک دخپل بدن دبرخو نورو خلکو ته په عطيه کولو اماده شي نو ديو تن دبدن برخه اووه ويشتو پورې خلکو ته عطيه کيدى شي خو په پاکستان کې نورو خلکو ته دبدن دبرخو دعطيه کولو رجحان نشته، ددې له امله دانساني بدن برخې په ناجايزه توګه خرڅولى شي او په دې غيرقانوني کاروبار کې دروغتيا ځينې ادارې هم ککړې دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG