لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د قطر دوو شیخانو په بلوچستان کې د څاړو د ښکار اجازتنامه په دوه لکه ډالرو اخیستې


کوټه ـــ د قطر دوو شیخانو په دوه لکه ډالرو د 200 څاړو د ښکار کولو اجازت نامه تر لاسه کړې ده، دوه لکه امريکي ډالره تر دوه کروړه اتيا لکه پاکستانيو روپیو زیاتې جوړيږي. چارواکي وايي دغه پیسې په ملکي بېنک کې د بلوچستان ايالت حکومت ته ورکړل شوې دي.

د وزير اعلي بلوچستان د ځنګلونو او ځنګلي حياتو سلاکار ضياء لانګو له وي.او.اې ډیوه سره په خبرو کې وويل، دا اول ځل دی چې په بلوچستان ايالت کې د ښکار د اجازت لپاره په پوره توګه قانوني لاره خپله شوې او پيسې تر لاسه کړل شوې دي:

"ماته د خارجه امورو په محکمه کې وويل شول چې د بلوچستان ايالت د قانون سندونه نه لرو، ما ورته قانوني اسناد ورکړل او ورته ومې ویل چې موږ مېمله پاله خلک يو عرب دې راشي موږ به يې ښه خدمت وکړو، د خپل رواج مطابق، خو چې کوم قانون جوړ شوی دی عرب به هغه قانون پلی کوي او بيا به ښکار کوي، دوو شيخانو د ښکار کولو لپاره دو لکه ډالره په بېنک کې جمع کړې".
د ملکي بېنک پر سند د قطر د شیخ نوم ح ،ح شېخ فلاح بن جاسم بن جبار التحري ليکل شوی. د پاکستان د خارجه چارو محکمې قطري شېخانو ته د بلوچستان ايالت په جل مګسي سیمه کې د لسو ورځو د ښکار کولو اجازه ورکړې ده.

د بلوچستان د ځنګلونو او ځنګلي حياتو مسئول نياز محمد کاکړ ډيوه ته وويل، چې په ياده موده کې يو شېخ يواځې د 100 دانې څاړو ښکار کولای شي. ښاغلی نیاز د دغو مرغانو د تګ او راتګ د لارې په اړه وايي:

"له 14 نومبره بيا تر 31 جنوري پورې دوه قسمه مرغان له سايبېريا راځي، روس، افغانستان، ږوب، کلا سيف الله، مسلم باغ، دالبندين، چاغي او بيا د سیند ايالت له لارې هندوستان ته ځي او بيا بيرته پر همدې لاره راځي".

نياز کاکړ وايي د ښکار ټاکلی وخت د 2019م کال د جنورۍ تر 31م تاریخ پورې دی. هغه وويل چې د اجارې د دې اجازت نامې لومړۍ ګټه به دا وي چې اوس به لږ ښکاريان راځي، د مرغانو ښکار به کم کيږي او د مرغانو نسل به بچ شي. هغه وويل چې کومې پېسې حکومت تر لاسه کړې د هغو پيسو نيمايي برخه به په هم هغه علاقه کې لګول کيږي چې دغه ښکار پکې کيږي:

"ښه خبره دا ده چې له جمع شوو پیسو به 50 فيصده د ښکارګاه د مالکانو، ښوونځيو، روغتونونو او د عامو خلکو د ګټې لپاره کاروو".

څاړی یو نایاب مرغه دی چې په په اردو ژبه تیلور او په انګرېزي ورته هاوباره بسټرډ ويل کيږي. ځايي ښکاري عبدالله خان وایي دا د ډېر لوړبيه نسل مرغه دی، عرب يې ځکه ښکار کوي چې غوښه یې انساني جسم ته تقويت ورکوي. هغه وایي د ډېر ښکار له کبله د دې مرغانو نسل مخ پر ختميدو دی:

"دا ډېر قيمتي مرغه دی، عرب د دې مرغانو ښکار په بازانو کوي، د دې مرغانو نسل کُشي روانه"
د څاړي ښکار نه يواځې عرب شيخان کوي بلکې ځايي ښکاريان يې هم په ګڼ شمېر کې ښکار کوي.

د پاکستان ستر عدالت (سپريم کورټ) په خپله يوه فيصله کې ويلي چې د پاکستان د څلورو ايالتونو د قانون د ضرورت له مخې د څاړي ښکار ته اجازت ورکول کېدلای شي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG