لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په پاکستان کې تر چاپي او الیکټرانک مېډیا وروسته ټولنیزې رسنۍ تر فشار لاندې


په پاکستان کې له تېر یوه کاله راهیسې د مرکزي بهیر (مېن سټریم) په رسنیو ورځپاڼو او ټیلیویژنونو باندې د ریاستي ادارو فشارونه زیات شوي او د ټولنیزو رسنیو فېسبوک او ټویټر د منظم کولو په هکله هم حکومتي بیانونه راغلي، چې د بشري حقونو فعالین یې اندېښمن کړي دي او فکر کوي چې له دې سره به د رایې ازادي اغېزمنه شي.

د پاکستان د بشري حقونو مرکزي وزیر شېرین مزاري په وروستیو کې د فېسبوک د پبلک پالیسۍ له ډلې سره ولیدل او په پاکستان کې یې پر فېسبوک د جعلي خبرونو د خپرولو پر موضوع ورسره خبرې وکړې او د فېسبوک ډلې ورته وویل چې په دې برخه کې یې کار کړی او ډېر جعلي اکاونټونه یې ختم کړي دي.

خو په پاکستان کې د ډیجیټل حقونو فعالین اندېښنه لري او وایي، دا سمه ده چې د کرکجنو ویناوو، د ریاست خلاف پروپیګنډې او جعلي خبرونو د خپروونکو خلاف دې ګام واخیستل شي، خو وایي حکومت د بیان پر ازادۍ او پر حکومت باندې تنقید هم تر فشار لاندې راولي.

پر ټویټر د بشري حقونو فعال او کالم لیکونکي اسامه خلجي په یوه ټویټ کې ویلي، پاکستان په رسمي توګه د ټویټر له ادارې په خپل هېواد کې د سنسرشپ غوښتنه کړې ده:

"له ټویټر ادارې څخه د سنسرشپ لپاره د پاکستاني ریاست د ناجایزه او غیرقاني غوښتنو باید مخه ونیول شي او په ضد یې اواز اوچت شي".

د خبریالانو روزونکی اورنګزېب خان وایي، پکار ده چې حکومت خلکو ته د انټرنیټ کارولو او د کره او جعلي خبرونو د پېژندلو پوهه ورکړي، خو وایي که حکومت د خلکو د خولې تړلو لپاره د ټولنیزو رسنۍ پاڼې تړي نو دا د بشري حقونو سرغړونه ده:

"دا نه ده پکار چې له خلکو د رایې ازادي واخیستل شي، پر مېن سټریم رسنیو هم په تېر څه باندې یوه کال کې زیات بندیزونه ولګېدل، په مقابله کې یې خلکو د متبادل په توګه د ټولنیزو رسنیو استعمال زیات کړ، ځکه همدا د خپل اظهار یواځینۍ وسیله ور پاتې وه، خو که دا مېډیا هم کنټرول شي، نو د خلکو د اظهار آییني حق به تر پښو لاندې شي".

د ډیجیټل حقونو فعالین د حکومت وروستیو ګامونو ته د شک په نظر ګوري او اندېښمن دي چې حکومت پر الیکټرانک او چاپي رسنیو باندې تر ښکاره او پټو بندیزونو وروسته اوس ټولنیزې رسنیو هم کنټرول کول غواړي.

د ښځینه ډیجیټل لیګ په نامه د یوې ټولنې مشره ماریه عمر وايي، د حکومت دا خبره سمه ده چې ټولنیزې رسنۍ ناسمې کارول کېږي، خو وايي دا به څوک معلوموي چې چا د کرکې خبره کړې او چا د چا حق تر پښو لاندې کړی دی:

"د رایې اظهار خو یوه بنیادي ازادي ده یعنې زه چې څه سوچ لرم ماته اختیار پکار دی چې خبرې ورباندې وکړم، خو دا پرېکړه به څوک کوي چې د رایې اظهار څه دی او د چا خلاف خبره کول یا کرکه خپرول څه شی دی، زما په خیال د داسې یوې ازادې او خپلواکې ادارې ضرورت دی چې دا فیصله کولای شي".

د ډیجیټل حقونو او د انټرنیټ د کاروونکو لپاره اواز پورته کوونکي وایي، پکار ده حکومت پر ټولنیزو رسنیو د بندیزونو یا په دې اړه د سخت دریځ لرلو پر ځای د دې د سمې او قانوني کارونې لپاره خلکو ته پوهه ورکړي، د ټولنیزو رسنیو د فعالینو غږ بندول د هغوی د بشري حقونو سرغړونه ده.

XS
SM
MD
LG