لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قریشي:دپاکستان راتلونکي دافغانستان راتلونکي سره تړل شوی دی


دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي دپاکستان راتلونکی دافغانستان راتلونکي سره تړلی دی اؤ افغانستان کې د دائمي امن اؤ ثبات دپاره دواړو هیوادونو ته په ګډه هڅې کول ډیرې ضروري دي.

پاکستان کې دافغان کډوالو په کیمپونو کې په زده کړو د بوختو طالبعلمانو په درناوي کې د ورکړل شوې میلمستیا یوې دستورې ته خپله وینا کې ښاغلي قریشي ویلي پاکستان مدام افغان کې دسولې ملاتړ کړی دی اؤ راتلونکي کې به هم خپل غوره رول ته دوام ورکړي.

خو دپاکستان دخارجه وزیر د دریځ برعکس امریکایي اؤ افغان چارواکي وخت په وخت‌ په پاکستان تورونه لګوي چې طالبان یې پخپل موټي کې نیولي اؤ افغانستان کې یې پرې ترهګرۍ ته دوام ورکړی دی.

شاه محمود قریشي دغه دستورې ته خپله وینا کې ویلي چې پاکستان تر هرچا زیات افغانستان کې سولې ته لیواله دی ځکه چې افغانستان کې سوله دپاکستان په ګټه ده اؤ په دې لړ کې خپل زړه پورې کردار ترسره کوي.

دبهرنیو چارو وزیر وویل دا مهال دافغانستان د ۶۰۰۰ نه زیات محصلین دپاکستان بیلابیلو تعلیمي ادارو کې په زده کړو بوخت دي اؤ پاکستان دغو محصلینو ته ټولې اسانۍ برابرې کړي دي.

هغه وویل پاکستان کې دمیشت افغان کډوالو اولادونو ته د زده کړو زمینه برابرول دپاکستان حکومت پخپلو ترجیجاتو کې نیولې اؤ غواړي چې دا افغان زده کوونکي سبا دخپل هیواد په ګټه راشي.

په پاکستان کې دا مهال شا وخوا ۱۴لکه راجسټر افغان کډوال میشت دي اؤ حکومت هرکال دهغوئ د استوګنې قانوني موده کې پراختیا کوي خو ددې ترڅنګ وخت په وخت پاکستاني چارواکي دافغان دولت نه غوښتنې هم کوي چې دپاکستان څخه خپل کډوال بیرته خپل هیواد ته ستانه کړي.

خو زیاتره افغان کډوال وخت په وخت غوښتنې کوي چې ترڅو افغانستان کې هغوئ ته د امن ،تعلیم، روزګار اؤ صحت زمینه نه وي مساعده شوي ترهغې یې پاکستان باید له خپلې خاورې ونه باسي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG