لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکايي سېنېټران وايي د خاشقجي د وژنې په شا د سعودي عرب د وليعهد لاس ؤ


د امریکا د سېنېټ دوه مهمو سېنېټرانو ویلي، د دې خبرې قوي ثبوتونه دي چې د سعودي ژورنالسټ جمال خاشقجي په وژنه کې د سعودي عرب د وليعهد شهزاده محمد بن سلمان لاس ؤ.

امريکايي سېنېټرانو باب کورکر او لنډسی ګراهم دغه خبره د نهې، سه شنبې په ورځ وروسته له هغې کړې چې د سي ايي ای مشر جينا هېسپل دوي ته احوال وړاندې کړی دی.

ويل شوي د سي ايي ای مشر امریکايي سېنېټران د هغو ثبوتونو څخه خبر کړي کوم چې امریکايي استخباراتي ادارې په دوېم اکتوبر په استنبول کې د جمال خاشقجي د وژنې وروسته د قونصلګرۍ څخه ترلاسه کړي وو.

د احوال وروسته خبريالانو سره په خبرو کې کورکر وويل، که په سعودي شهزاده مقدمه وشوه نو په ۳۰ دقيقو (منټونو) کې به پرې قتل ثبوت شي.

د ريپبلکن سېنېټر کورکر چې د سېنېټ د بهرنيو چارو د کمېټۍ مشر دی، هغه ويلي داسې شواهد موجود دي چې صدر ټرمپ ته هم دا ويل اسان ؤ چې ژورنالسټ د وليعهد په وېنا وژل شوی دی، خو د هغه په وېنا صدر ټرمپ دريځ خپل کړو چې که وژنه شوې ده نو هيڅ خبره نه ده.

تېره مياشت صدر ډانلډ ټرمپ ويلي، چې په دې اړوند هيڅ ثبوت نشته چې د خاشقجي په وژنه کې وليعهد نېغ په نېغه لاس لري.

بل سېنېټر لېنډسی ويلي په دې خبره کې هډو څه امکان پاتې نه دی چې د خاشقجي په وژنه کې وليعهد لاس نه درلود.

هغه ويلي که څوک ګڼي چې ژورنالسټ د ولعيهد په امر نه دی وژل شوی هغه په ارادې سره سترګې پټوي.

سېنېټر ګراهم هغه په سېنېټرانو کې شامل دی څوک چې د خاشقجي په وژنه د امریکا د غبرګون څخه مطمئن نه دي او هغه د سي ايي ای د مشر څخه د احوال اخيستو غوښتنه کړې وه.

په امریکايي سېنېټ کې تېره اوونۍ دا قرارداد د بحث دپاره منظور کړی شوی او د امریکايي حکومت نه پکې غوښتنه شوې وه چې د خاشقجي د وژنې په غبرګون کې د يمن د جګړې په لړ کې د سعودي عرب مرستې ته بيا کتنه وکړي.

د سعودي عرب پرضد د قرارداد د منظورېدو څخه ودرولو دپاره تېره اوونۍ د امریکې د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو او د دفاع وزیر جېم مېټس هم سېنېټ ته احوال تېر کړی ؤ.

دوي د صدر ټرمپ دريځ تاييد کړی ؤ چې د خاشقجي د وژنې تور په وليعهد نه شي لګول کېدی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG