لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د بلوچستان د نهه زره کلن لرغوني تهذیب مهرګړ آثار د ورکېدو له خطر سره مخ دي


کوټه ــــ په بلوچستان کې موجود زرګونه کاله پخوانی مهرګړ تهذیب یو د نړۍ له لرغونو تهذیبونو څخه ګڼل کېږي، خو د دې صوبې د لرغونو آثارو اداره وایي، چې د مهرګړ آثار د ورکېدو له خطر سره مخ دي.

د کوټې د میوزیم مرستیال مشر جمیل بلوڅ وایي، د مهرګړ لرغونی ښارګوټی د نه پالنې او ساتنې، د موسم او هوا د بدلون، د غیرقانوني کیندنو او ځینو نورو سببونو له کبله فنا کېدونکی دی او که یې د ژغورنې لپاره بیړني ګامونه وا نه خیستل شي، نو په لږ وخت کې به ورک شي:

"د مهرګړ اوسنی حالت د تباهۍ پر لور روان دی، موسمي بدلونونه، غیرقانوني کیندنې، د لرغونو آثارو مافیا او د بولان سیند هغه لوی خطرونه دي چې دغه لرغونی ځای ورسره مخ دی".

د بلوچستان ایالتي ميوزيم د رپوټ له مخې مهرګړ د نړۍ هغه تهذيب دی چې انسان په لومړي ځل د غارونو ژوند پرېیښی، کلیوال او کورنی ژوند يې خپل کړی وو، د خټو له خښتو يې کورونه جوړ کړي وو، کښت کروندې يې کولې، غنم او نور تخمونه يې زېرمه کړي وو، د غاښو د علاج اوزار يې تيار کړي وو، د غاښونو درملنه او لومړي عمليات يې کړي وو، رنګونه يې جوړ کړي او کارولي، خپل مړي به يې په خارو کې ښخول، ياغي يا غرني ځناور يې پاللي وو. جمیل بلوڅ وايي:

"دلته هغو دوه منزله کورونه جوړ کړي وو، کښت کرونده دومره زياته وه چې د غنمو او نورو تخمونو د زېرمې لپاره يې لس لس فوټه نغمونه جوړ کړي وو، په لومړي ځل انسانانو د غواوو، وزو او ميږو پالنه پيل کړې وه او د هغوی شیدې به يې د خورک لپاره کارولې".

مهرګړ د بلوچستان ايالت په ډاډر سیمه کې د بولان سيند پر غاړه اباد تهذيب وو. په 1974م کال کې د مهرګړ پر تاريخ تر دوو لسيزو زيات وخت کارکوونکي نامتو فرانيسي ارکيالوجسټ (لرغنپوه) ژان فرانسوا جېرج ادعا کړې ده چې مهرګړه 9 زره کلن زوړ تاريخ لري.

د یوه غيرسرکاري تنظيم مشر امجد رشيد وایي، چې د مهرګړ د پاتې اثارو د له منځه تلو د ګواښ ختمولو او د دې اثاثې د خوندي کولو لپاره د کوټلو ګامونو اخيستلو اړتیا ده:

"دا لرغونی ځای په 9000 میلاد مخکې زمانه کې اباد شوی، حتی تر مصري تهذیب هم زوړ تاريخ لري، دلته د ډبرې په زمانه کې خلکو کښت کروندې کولې، له دې ځايه خلک جنوبي اېشيا ته تللي او هلته اباد شوي دي، دا د بلوچستان تاريخي ورثه ده او له لرغوني ځای سره سره دا د خلکو د ګټې ځای هم دی، هنرمندان دې کار ورباندې وکړي".

لرغونپوهان تر اوسه پورې نه دي توانېدلي دا معلومه کړي چې په مهرګړ کې د کوم نسل وګړو ژوند کاوه او بيا څه شول؟ رپوټونه وایي څلورنيم زره کاله پخوا له مهر ګړه انسانان نورو سيمو ته و کوچېدل، يو سبب یې د بولان سیند زیات سېلابونه ښوول کېږي، چې انساني ژوند او کورونو ته یې زښته زیان اړاوه او د خلکو کورونه به یې وران ویجاړ کړل، د کښت کروندې مځکو ته به یې زيات زيان رساوه ځکه نو دلته مېشت خلک نورو سيمو ته وکوچېدل.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

XS
SM
MD
LG