لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ویانا په غونډه کې د تېلو د تولید پر کمولو باندې غور کېږي


واشنګټن: تمه ده د نړۍ د تېلو د تولیدونکو هېوادونو مشران به نن د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د ویانا په غونډه کې د تېلو د تولید په کمولو باندې موافقه وکړي.

د اومه یا خامو تېلو بیه د تېرو دوو میاشتو په اوږدو کې په مارکېټ کې د زیاتو تېلو له امله ۲۰ فیصده کم شوی وو.

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د تېلو د بیې د زیاتوالي پرضد خبرداری ورکړی خو څېړونکي وايي، د وینا په غونډه کې ښايي د اوپیک او روسیې لخوا د تېلو د کم تولیدولو پرېکړه وشي چې له امله به یې د تېلو بیې بېرته لوړې شي.

د عمان د تېلو وزیر د شورو یا چهارشنبې په ورځ ویانا ته له رسېدو سره سم خبریالانو ته وویل، د تېلو تولیدونکي مشران ددې لپاره په ویانا کې سره راټولېږي چې د تېلو د تولید د کمولو پرېکړه وکړي.

محمد بن حمد الرومي وویل:

"هغه څه چې مونږ ورته اړتیا لرو هغه یوه مناسبه بیه ده او د یو بېرل تېلو لپاره پنځوس ډالره بیه مناسبه نه ده. "

د تېلو بیې له اکټوبر راهیسې وروسته له هاغې راپرېوتې کله چې سعودي عربستان د تېلو تولید ددې لپاره زیات کړ چې د ایراني تېلو د صادراتو د کمېدو تشه ډکه کړي.

امریکا په ایران بندیزونه ولګول، خو د تېلو ځینې اخېستونکي یې له ایران څخه د تېلو نه اخېستلو له دغه بندیز څخه معاف کړل.

سعودي عربستان چې د تېلو د صادرونکو هېوادونو یا اوپېک ريښتینی مشر دی غواړي چې د تېلو تولید کم شي تر څو په نړیوال مارکېټ کې په راتلونکي کال تېل له حده زیات نشي.

روسیه که څه هم د اوپېک غړیتوب نه لري خو ورته دریځ لري.

سعودي عربستان د ټرمپ د فشار لاندې دی څوک چې وايي، د تېلو د بیو زیاتوالی به ستونزې وزېږوي.

په ابو ظبي کې د نومبر په ۱۱ نېټه د نړۍ د تېلو چارواکو وویل، دوی چمتو دي چې د تېلو تولید کم کړي.

په ارجنټاین کې د شلو پرمخ تللیو هېوادونو په غونډه کې د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین دا ومنله چې د تېلو د تولیدونکو هېوادونو ترمنځ په دې مسله باندې ټول په یوه نظر دي.

د امریکا قوانین دې ته اجازه نه ورکوي چې د تېلو تولید دې ددې لپاره کم شي چې بیې پرې زیاتې شي ځکه ددغه هېواد د تېلو د تولید صنعت سره پاشلی دی.

د امریکا د تېلو تولید په دې وروستیو کلونو کې زیات شوی او له پرمختللې ټکنالوژۍ څخه مننه چې دا زیاتوالی به د ۲۰۱۹ کال پرمهال هم دوام ولري.

په دې وروستیو کلونو کې روسیه، سعودي عربستان او امریکا په نړۍ کې تر ټولو زیات اومه تېل تولیدوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG