لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني:سولې ته د افغان دولت اراده جدي ده


دافغانستان ولسمشر ښاغلي اشرف غني ویلي چې افغان حکومت په جنیوا کنفرانس کې سولې مذاکراتو دپاره خپل ټیم اعلان کړی دی او په افغانستان کې د سولې د تامین لپاره دافغان دولت اراده جدي ده.

د پنجشنبې په ورځ افغانستان کې سولې دپاره دامریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد سره لیدنه کې افغان ولسمشر ویلي د سولې ګډې هڅې باعزته او پایداره سولې ته د رسېدو په برخه کې له موږ سره مرسته کوي

دافغان صدارتي ماڼۍ لخوا دخپور شوي بیان له مخې په دغه کتنه کې ښاغلي خلیل زاد افغان ولسمشر ته په افغانستان کې د سولې د هڅو په خاطر د سیمې ځینو هېوادونو ته د خپل سفر په اړه معلومات ورکړي او سیمې ته د خپلو راتلونکو سفرونو په اړه یې هم خبرې اترې کړي دي.

زلمی خلیل زاد روانه اوونۍ دسیمې بیلابیلو هیوادونو ته په سفر وتلی اؤ اشرف غني سره له لیدنې وړاندې یې په اسلام اباد کې دپاکستان وزیراعظم عمران خان اؤ دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره هم لیدلي وؤ اؤ ورسره یې افغانستان کې دسولې په روان بهیر خبرې اترې کړې وې.

اسلام اباد ته د زلمي خلیل زاد دسفر نه یوه ورځ وړاندې دپاکستان وزیراعظم عمران خان خبریالانو ته ویلي وؤ چې دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ ترې دیو لیک د لارې دطالبانو افغان دولت سره دسولې خبرو ته کښېنولو کې مرسته غوښتې ده.

اسلام اباد ته د زلمي خلیل زاد دسفر نه یوه ورځ وړاندې دپاکستان وزیراعظم عمران خان خبریالانو ته ویلي وؤ چې دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ ترې دیو لیک د لارې دطالبانو افغان دولت سره دسولې خبرو ته کښېنولو کې مرسته غوښتې ده.

د زلمي خلیل زاد اسلام اباد ته د راتګ سره سم په نړیوالو رسنیو کې دعوې شوې وې چې دقطر څخه دطالبانو یو لوړ پوړی پلاوی هم اسلام اباد ته رسیدلی ترڅو افغانستان کې دسولې په اړوند دامریکایي استازي اؤ پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي خو طالبانو نه خو ددغه دعوې پخلی کړی اؤ نه یې تردید کړی دی.

محمد اشرف غني له زلمي خلیلزاد سره دلیدو پرمهال دسولې په تړاو دنوموړي هڅې وستایلې او وې ویل چې افغانان نور له جګړو ستړي شوي اؤ پخپل هیواد کې سوله اؤ ارامي غواړي.

د افغانستان د ولسي جرګې غړی نادرخان کټوازی وايي سره له دې چې پاکستان په تیرو ۱۷ کلونو کې دافغانستان دسولې او امن په راوستو کې دهمکارۍ شوې ژمنې نه دي عملي کړې خو دامریکا او نړۍ له وروستي فشارونو څخه دا څرګندیږي چې داځل به دسولې په هکله پاکستان خپلې ژمنې ته دعمل جامه وراغوندي.

نوموړي وویل “دسیمې او نړۍ ټولو هیوادونو دافغانستان سولې لپاره ټینګه ملا تړلې ده او ښايي چې دسولې دهمکارۍ په تړاو پاکستان داځل خپلې ژمنې عملي کړي”

په ولسي جرګه کې دننګرهار دخلکو استازې ارین یون وائس اف امریکه ډیوه ته ویلي هاغو هیوادونو ته چې دامریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد سفر کړی او یا هم ورته دسفر کولو اراده لري دافغانستان په سوله او جګړه کې په یو نه یوډول دښکیل دي او دهغوی توافق ترلاسه کول اړین دي.

نوموړې وویل “دسیمې هیوادونو ته د زلمي خلیلزاد له دریم سفرکولو څخه دا جوتیږي چې امریکا په دې وروستیو کې دسولې لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي دي او دې نتیجې ته رسیدلې چې نور نه غواړي په افغانستان کې جګړه دوام وکړي”

دافغانستان دسولې لپاره دامریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد خپل دریم سفر دسمبرپه دویمه نیټه پیل کړی اود روانې میاشتې تر ۲۰ به دوام ولري.

ټاکل شوې زلمی خلیلزاد له افغانستانه وروسته روسیې، ازبکستان ترکمنستان،بلجیم، قطراو متحده عربي اماراتو هیوادونو ته سفر وکړي او د دې هیوادونو له مشرانو سره به دافغان سولې په تړاو لیده کاته کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG