لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتونخوا کې د بارانونو او واورې ورښت پیل شوی


بارانونه
بارانونه

له اوږدې خشکۍ وروسته په خیبر پښتونخوا صوبه کې د بارانونو اؤ واورو ورښت پیل شوی اؤ تیره شپه دسوات دسېلګرۍ په سیمه کالام کې تر شپږو انچو واوره وریدلې ده چې ورسره په دغه یخه سیمه کې د یخنۍ زور نور هم سیوا شوی.

په خیبر پښتونخوا کې تر اوږدې مودې د بارانونو نه کیدلو له امله خلک د قسماقسم ناروغیو سره مخ شوي وؤ چې پکې زیاتره خلک د تبې،توخي اؤ زکام ښکار وؤ.

نور کله به عموماً د دسمبر دمیاشتې نه دخیبر پښتونخوا په هواره سیمه کې یخني پیل کیدله خو سږکال دبارانونو دنشتوالي له امله د دنومبر میاشتې پورې هم دپخوا په څیر یخني نه ده لیدل شوې.

دموسیمیاتو ماهرین ددې خشکۍ علت ماحولیاتي بدلون ښایي اؤ دپاکستان نوي حکومت په ګرد هیواد کې د اربونو ونو بوټو نالولو امر کړی ترڅو په چاپیریال کې بدلون راولي.

د اتوار په ماسخوتن دخیبر پښتونخوا په بیلابیلو سیمو پېښور،نوښار، صوابۍ،مردان،چارسده،چترال اؤ د هیواد په نورو برخو کې دبارانونو ورښت پیل شوی.

هرڅو که دا بارانونه ډیر تیز نه وؤ اؤ نرۍ بڼه یې لرله خو په موسم کې یې زړه پورې بدلون راوستی اؤ یخني ورسره سیوا شوې ده.

دپښتونخوا په غرئیزو سیمو کالام ،چترال اؤ نتهیا ګلۍ کې دتیرې شپې راهسې د وارو ورښت هم پیل شوی چې سېلکرو ترې خوندونه اخستي خو دیخنۍ سیوا کیدلو له امله یې دځائ خلکو ستونزو کې اضافه کړې ده.

دموسمیاتو محکمې ویلي چې تر یو شواروز د نور باران اؤ واورو وریدلو امکان هم شته اؤ دنن څخه دشمال ختیز اؤ جنوب لویدیځ نه د یخو بادونو د را الوتلو احتمال شته

په پېښور کې دماشومانو د ناروغیو وتلی معالج ډاکټر لیاقت علي وایي دبارانونو نه کیدلو له امله په موسمي ناروغیو کې اضافه شوې وه خو د اوسنیو بارانونو سره هیله شته چې ددې ناروغیو کچه به راټیټه شي.

وائس اف امریکا ډیوه سره خبرو کې هغه ویلي په تیرو دوؤ میاشتو کې چې هغه ته څومره ماشومان دعلاج دپاره راوستل شوي نو زیاتره پکې د سینې اؤ‌ زکام په ناروغیو اخته وؤ اؤ که چرې دا اوسنی باران نه ؤ شوی نو ددې ناروغانو شمیر کې به نوره اضافه هم کیدله.

ډاکټر لیاقت علي وایي هرڅو که به د اوسنیو بارانونو سره د موسمي ناروغیو کچه راټیټه شي خو د یخنۍ دشدت له امله ماشومان په نورو ناروغیو هم اخته کیدلی شي نو ځکه والدینو ته پکار ده چې خپل ماشومان تاوده وسات

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG