لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې د 67 فیصده زېږېدونکو ماشومانو اندراج نه دی شوی


اسلام اباد ــــ په داسې حال کې چې په پاکستان کې د ماشومانو د جنسي ځورولو په اړه په ټول هېواد کې سخت غبرګون لیدل کېږي، حکومت د سېنټ د ځانګړې کمېټۍ په وړاندې منلې چې په ګرد هېواد کې په زېږېدونکو ماشومانو کې یواځې 33 فیصده ثبت کېږي او پاتې 67 فیصده له اندراجه محرومه دي.

په پاکستان کې له وړو ماشومانو سره د جنسي تېریو او د دوی د جنسي ځورولو په پېښو کې د زیاتوالي په سر په سېنټ کې ځانګړې کمېټۍ ټاکل شوې چې د بېلابېلو ګوندونو غړي پکې شامل دي.

د تېر ګل- دوشنبې په ورځ د دغې کمېټۍ غونډې ته د بشري حقونو وزارت یوه لوړپوري چارواکي ویلي، چې په پاکستان کې زېږېدونکي یواځې 33 فیصده ماشومان ثبت کېږي او 67 فیصده له رجسټرېشن نه پاتې کېږي.

حکومتي چارواکي منلې چې له دې کبله د حکومت لپاره د ماشومانو د حقونو د خوندي ساتلو په اړه کوټلې تګلارې جوړول ممکنه نه وي او حکومت له مجبورۍ د اټکل په اساس تګلارې خپلوي.

د سېنټ په ځانګړې کمېټۍ کې د عوامي نېشنل ګوند غړې ستاره ایاز ډېوه رېډېو ته ویلي، له بده مرغه په پاکستان کې په دې اړه د وړاندې نه موجود قانون له پامه غورځول کېږي ځکه د دوی کمېټۍ د ګرد هېواد د ماشومانو د ثبت کېدلو لپاره په یوې تګلاره باندې د کار کولو پرېکړه کړې ده.

ستاره ایاز او د کمېټۍ ټولو غړو د ماشومانو د تحفظ په اړه د حکومتي ادارو په کارکردګۍ بې باوري ښودلې او کمېټۍ د حکومت نه په ټولو صوبو کې د ماشومانو له حقونو سره په تړلو قوانینو کې د یووالي راوستو او د پاکستان نه ایران ته د ماشومانو د قاچاک د مخنیوي لپاره د سختو ګامونو اخیستو غږ هم کړی دی.

حکومتي چارواکي د کمېټۍ په وړاندې پخلی کړی چې په پاکستان کې د ماشومانو رجسټرېشن نه کېدل د ماشومانو د حقونو په اړه د نړیوالو لوظنامو سرغړونه ده او دا ماشومانو د حقونو مبارز ارشد محمود ډېوه رېډېو ته وویل، دا یو لوی علت دی چې له کبله یې په پاکستان کې په لویه کچه ماشومان د تعلیم، صحت او نورو بنیادي حقونو نه محرومه پاتې کېږي.

ارشد محمود زیاتوي چې په دې اړه د حکومتي او بلدیاتي ادارو تر څنګ د ولس او ټولنې هم ذمه واري جوړېږي چې د هر یو ماشوم د ثبت کېدلو لپاره خپل کردار ولوبوي.

په وروستیو کې نړیوالې ادارې ایچ آر ډبلیو پخپل رپوټ کې ویلي، چې په پاکستان کې دوه نیم کروړه ماشومان د بنیادي زدکړې نه محرومه دي یا هډو د سکول مخه نه ويني او د ساحل نومي غیرسرکاري تنظیم شمېرې ښیي چې په پاکستان کې د ماشومانو د جنسي ځورولو او جنسي تېریو په پېښو کې د تېر کال په پرتله 32 فیصده زیاتوال راغلی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG