لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: حکومت په مارچ کې د ترهګرۍ ضد ادارې نیکټا د لا فعالولو لپاره نوی پلان جوړوي


د پاکستان مرکزي حکومت د ترهګرۍ د مخنیوي د مرکزي ادارې نيکټا د لا نور متحرک او فعاله کولو پرېکړه کړې او ويلي یې دي چې د راتلونکي کال په مارچ کې به په دې اړه يو پلان وړاندې کړي او څېړونکي وايي پکار ده چې د پټو اطلاعاتو د شريکولو لپاره یوه مرکزي اداره هم جوړه شي.

د کورنیو چارو مرستيال وزير شهريار اپريدي د نهې- سه شنبې په ورځ قامي اسمبلۍ ته ويلي چې د ترهګرۍ د مخنوي مرکزي اداره نيکټا به لا نوره متحرک او فعاله کوي او په دې هکله به د راتلونکي کال په مارچ مياشت کې يو پلان وړاندې کوي.

په وروستیو کې د تحريک انصاف مرکزي حکومت د ترهګرۍ ضد قامي تګلارې ته د نوي شکل ورکولو خبره هم کړې وه او د کورنیو چارو مرستيال وزير شهريار اپريدي ويلي وو چې په دغه نوي شکل کې به په ترهګرۍ ضد قامي تګلاره کې پاتې نيمګړتياوې ختموي.

د 2014م کال په دسمبر کې د پيښور په ارمي پبلک سکول د ترهګرۍ تر بريد وروسته د هېواد سياسي او عسکري مشرانو د ترهګرۍ د مخنیوي دغه قامي تګلاره اعلان کړې وه خو څېړونکي وايي د دغې تګلارې لاندې يواځې په قبايلي سيمو کې د ترهګرو په ضد پوځي عمليات شوي او په نورو سپارښتنو یې عمل نه دی شوی.

د کورنۍ سلامتيا په چارو نظر لرونکي څېړنکار بريګېډير (ر) سعيد نظير وي.او.اې ډيوه ته وايي، که څه هم د نيکټا په جوړښت ټولې خواوې متفق وې خو دا بيا هم فعاله نه شوه. هغه وايي، ټاکل شوې وه چې د هېواد ګردې خفيه ادارې به د نيکټا په چوکاټ کې له يو بل سره د معلوماتو شريکولو پابندې وي، خو وایي هرې ادارې خپل معلومات له ځان سره ساتلي. له یو بل سره د معلوماتو د شريکولو لپاره ګډ استخباراتي دفتر جوړ نه شو، چې وایي دا کار تر ټولو لوی ارزښت لري.

بریګېډير(ر) سعد محمد خان وي.او.اې ډيوه ته وايي، د ترهګرۍ ضد قامي تګلاره 20 مادې وې، خو د دغې تګلارې په اساس يواځې په قبايلي سيمو کې د ترهګرو په ضد پوځي عمليات وشول، خو په نورو 20 سپارښتنو یې عمل و نه شو.

بریګېډیر سعد وايي، د دغې تګلارې په بنیاد که څه هم په پخوانیو قبايلي سيمو کې اصلاحات راغلل خو هغه هم نيمګړي او له کشالو ډک دي. هغه وایي بايد چې په نوي پلان کې د هېواد دننه د مذهبي سخت دريځۍ د مخنیوي لپاره کوټلی پلان جوړ شي او ورسره دې په تعليمي نصاب کې هم ارو مرو بدلونونه وشي.

څېړونکي وايي، که حکومت د نيکټا په لا نور متحرک او فعالولو کې مخلص وي نو د دې کارکردګۍ د څار لپاره دې يوه مرکزي اداره جوړه کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG