لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عباسي: که نېب د اپوزیشن مشر د درغلۍ په تور نیسي وزیراعظم عمران خان دې هم ونیسي


اسلام اباد ــــ په پاکستان کې د احتساب د ملي ادارې له خوا د اپوزیشن ګوندونو د سیاستوالو په ضد د کاروایو په سر د قومي اسمبلۍ په غونډه کې د مخالفه ډلو غړو سختې نیوکې کړې دي او غوښتنه یې کړې ده چې که څوک د کرپشن په تور تر پلټنو مخکې نیول کېږي نو وزیراعظم عمران خان دې هم ونیول شي

د شورو- چارشنبې په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډې ته په وینا کې د هېواد له تر ټولو لوی اپوزیشن ګوند مسلم لیګ نواز سره تړاو لرونکي پخواني وزیراعظم شاهد خاقان عباسي په احتساب ادارې باندې د انتقامي ګامونو تورونه لګولي.

ښاغلي عباسي ویلي، په کوم تور چې د احتساب ادارې د قومي اسمبلۍ د اپوزیشن مشر نیولی، په همداسې تور باندې اداره د وزیراعظم عمران خان او د ده د خور علیمه خان او د واکمن ګوند د مرکزي لیډرانو په ضد هم پلټنې کوي او که چېرې احتساب اداره بې پلوه وي، نو باید وزیراعظم او د هغه نیژدې ملګري هم ونیسي.

د پاکستان د احتساب ادارې د وړاندې نه په قومي اسمبلۍ کې د مخالفو ګوندونو مشر شهباز شریف په سرکاري خزانه کې د غبن او کرپشن په تور نیولی او احتساب اداره هم د شهباز شریف او د مسلم لیګ نواز ګوند د یو شمېر نورو مشرانو په ضد د پلټنو پخلی کوي.

خو ورسره یاده اداره د وزیراعظم عمران خان په ضد د پښتونخوا حکومت د هېلیکاپټر د ذاتي استعمال لپاره د کارولو او د واکمن ګوند د یو شمېر مهمو غړو په ضد د درغلیو د تورونو پلټنې کوي خو په دې کې لا تر اوسه څوک هم نه دي نیول شوي.

دغه ډول د احتساب ادارې له خوا د بل اپوزیشن ګوند پیپلز ګوند د مشرانو د اثاثو په پلټنو کې هم چټکتیا لیدل کېږي او د پیپلز ګوند یوه مشر نوید قمر قومي اسمبلۍ ته ویلي، که دا حالات وي نو هغه ورځ لرې نه ده چې د قومي اسمبلۍ زیات شمېر غړي به په بندیخانو کې وي او کېدای شي د اسمبلۍ غونډې هم بیا په جېلونو کې کېږي.

د احتساب اداره د اپوزیشن ګوندونو د سیاستوالو دا تورونه ردوي چې د هغوی په ضد دې یې انتقامي ګامونه اخیستي وي او د اطلاعاتو مرکزي وزیر فواد چودري هم نن د قومي اسمبلۍ په غونډه کې د نېب د کاروایو دفاع کړې ده.

د اپوزیشن ګوندونو نیوکو ته په ځواب کې مرکزي وزير فواد چودري ویلي، که حکومت په مالي درغليو کې د ککړو کسانو نه لوټل شوی رقم تر لاسه نه کړ، نو بیا واکمن تحریک انصاف ګوند په واک کې د پاتېدلو هډو حق نه لري.

په پاکستان کې د احتساب قانون د تېر پوځي آمر پروېز مشرف په وخت کې منظور شوی وو. مسلم لېګ نواز او پېپلز ګوند په تېرو وختونو کې د دغه قانون د ختمولو پخلی کړی وو، خو لس کاله په واکمنۍ کې د پاتېدلو باوجود دوی د خپل لوظ په سر ته رسولو کې پاتې راغلي دي.

احتساب عدالت د مسلم لیګ نواز ګوند مشر او پخواني وزیراعظم نواز شریف ته هم په لندن کې ناجایزه جایدادونو لرلو په تور لس کاله د بند سزا اورولې وه خو بیا د اسلام آباد هایکورټ په امر په ضمانت خوشي کړل شوی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG