لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکايي سېنېټ: د یمن د جګړې د ملاتړ پرېښودو او خاشقجي د وژنې د غندنې قراردادونه


د امريکې په سېنېټ کې د زیارت، پنجشنبې په ورځ دوه قراردادونه وړاندې شوي چې په يو کې د يمن په جګړه کې د امریکا د ملاتړ پرېښودو او په بل کې د سعودي ژورنالسټ خاشقجي وژنه غندل شوې ده.

د يمن په جګړه کې د سعودي عرب د ملاتړ پرېښودو د قرارداد په حق کې ۵۶ او په مخالفت کې يې ۴۱ رایې ورکړی شوي دي.

سېنېټر برني سېنډرز ويلي، په یمن کې دا وخت د نړۍ تر ټولو بد بشري بحران دی او امریکا په دې وحشي جګړه کې د سعودي عرب اتحادي ده او بمونه ورته ورکوي.

ويل شوي د يمن په اړوند د ډېموکرېټک د قرارداد ملاتړ اووه ريپبلکن سېنېټرانو هم کړی دی.

خو د ريپبلکن ميچ مک کالن ويلي امریکا په يمن کې په جګړه کې نا بلکې يواځې د سعودي عرب جنګي الوتکو ته په هوا کې تېل ورکوي.

د سېنېټ دوېم قرارداد چې منظور کړی شوی پکې د سعودي عرب په وليعهد شهزاده سلمان باندې د ژورنالسټ جمال خاشقجي د وژنې تور لګول شوی دی.

خو د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ وايي د خاشقجي د وژنې د زمه وارۍ پوښتنې ته لا ځواب نه دی ویل شوی او رياض پرله پسې د دې خبرې رد کوي چې د خاشقجي په وژنه کې د شهزاده سلمان څه رول ؤ.

د شورو، چهارشنبې په ورځ په ملګرو ملتونو کې د وېنا په وخت د امریکا د بهرنیو چارو وزير مايک پمپيو ويلي ؤ، په سيمه کې د امریکا ګټې مهمې دي او دوي به د امریکا د خوندي والي دپاره د سعودي عرب سره همکارۍ ته دوام ورکوي.

XS
SM
MD
LG