لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل کې دچین،پاکستان اؤ افغانستان درې اړخیزه مزاکرات پیل شوي


دچین،پاکستان اؤ افغانستان درې اړخیزه غونډه نن (شنبه) دافغانستان پلازمینه کابل کې پیل شوې چې پکې دافغانستان دستونزې په دائمي هواري اؤ دطالبانو اؤ افغان دولت ترمینځ په روغه جوړه بحث اؤ صلاح مشورې کولی شي.

دغه غونډه کې دچین استازیتوب دبهرنیو چارو وزیر وانګ ژي،دپاکستان استازيتوب دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي اؤ دافغانستان استازیتوب دبهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني کوي.

غونډه کې په کومو موضوعاتو خبرې کیږي

دسفارتي سرچینو له مخې دا ناسته به درېوؤ پړاوؤنو کې ترسره کیږي چې په لمړي پړاؤ کې به یې دافغانستان په سیاسي وضعیت اؤ طالبانو سره په سوله خبرې کولی شي، دوهم پړاؤ کې به دسیمې دهیوادونو ترمینځ دمرستو په غځولو اؤ دریم پړاؤ کې به دامنیتي مرستو په سیوا کولو خبرې اترې کولی شي.

سرچینې زیاتوي چې له غونډې وروسته به د درېواړو هیوادونو دبهرنیو چارو وزیران دافغان ولسمشر اشرف غني سره لیدنې هم کوي.

قریشي کابل ته څه پېغام وړی دی؟

کابل ته له روانیدو وړاندې دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي چې د چین له لوري د درې اړخیزو خبرو اترو راجوړؤولو ګام د ستائینې وړ دی اؤ دې امله به درېواړو هیوادونو ته افغانستان کې دسولې اؤ دسیمې دهیوادونو ترمینځ په همکارۍ سیوا کولو دخبرو موقعه په لاس ورشي.

دپاکستان دولتي ټي وي سره خبرو کې شاه محمود قریشي ویلي چې هغه افغانستان ته دمینې اؤ امن پیغام له ځان سره وړي اؤ چین اؤ پاکستان دواړه غواړي چې افغانستان کې دې امن اؤ سوله وي.

څیرونکي اؤ حالات څه وایي؟

د افغانستان دسولې عالي شورا غړی قاضي امین وقاد دافغانستان طلوع ټي‌وي ته ویلي “داسې غونډې تر دې وړاندې هم جوړې شوې دي، خو کومه پایله یې نه ده لرلې ،خو اوسني شرایط داسې دي چې سوله په افغانستان او بهر کې وروستۍ شوې”

ارګ کې دچین،پاکستان اؤ افغانستان دا درې اړخیزه غونډه په داسې مهال راجوړه شوې چې په دې وروستیو کې افغان دولت اؤ امریکا طالبانو سره دسولې هڅې چټک کړي اؤ دپاکستان وزیراعظم عمران خان یوه ورځ له مخه ویلي وؤ چې پاکستان دامریکې اؤ طالبانو ترمینځ خبرې اترې هم کړي دي.

تر دې وړاندې افغانستان کې دسولې دپاره دامریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم دناټو، دپاکستان،افغانستان،روسیې،ترکمنستان،ازبکستان،متحده عرب اماراتو اؤ قطر چارواکو اؤ طالبانو سره لیدنې کړي اؤ هغوئ نه یې دافغان ستونزې په هواري کې کومک غوښتی دی.

زلمي خلیل زاد خواهش ښکاره کړی چې دطالبانو اؤ افغان دولت ترمینځ سوله باید افغانستان کې د ولسمشرۍ د راتلونکو ټاکنو نه وړاندې وشي ترڅو طالبان هم راتلونکو ټاکنو کې دګډون موقعه ترلاسه کړي خو طالبانو یا افغان دولت لا مخ په مخ خبرې نه دي پیل کړي.

طالبانو افغان دولت سره دخبرو پیل کولو دپاره شرط اېښی چې باید ټول بهرني عسکر دافغانستان څخه اوځي خو افغان دولت دریځ لري چې لمړی باید سوله رامینځته شي دهغې څخه وروسته به افغانستان کې دبهرنیو عسکرو د شتون حاجت پاتې نه شي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG