لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

نعمت سرحدي:اوس مې مصروفیات دکوره تر جوماته دي


دتیرو وختونو دپښتو فلمونو وتلی ستوری نعمت سرحدي وایي هغه نور هیڅکله نه غواړي په فلمونو کې راشي بلکې غواړي په پاتې ژوند کې الله رضا کړي اؤ ددې دپاره هغه خپل ټول مصروفیات د کوره تر جومات محدود کړي دي.

وائس اف امریکا سره ځانګړو خبرو کې ښاغلي سرحدي ویلي هغه چې کله فلمونو کې کار کولو نو هم یې دنورې ټولنې نه ځان یوې ډډې ته کړی ؤ اؤ یوازې فلمونو ته یې پام ؤ اوس چې د دین تبلیغ کوي نو هم یې یوازې دالله لارې ته پام دی.

۷۵ کلن نعمت سرحدي چې د۶۰۰ؤ نه زیاتو دپښتو،اردو اؤ پنجابۍ ژبې فلمونو کې یې د ولن نه هېریدونکي کردارونه ترسره کړي په کال ۱۹۴۳م کې د پيښور په بالا ماڼۍ سیمه کې د رحمت خان په کور کې زیږیدلی اؤ خپل ټول دماشوم ژوند یې هم دپېښور ددبالا ماڼۍ سیمې په لارو کوڅو کې تیر کړی دی.

هنري سفر یې څنګه پیل کړو؟

هغه وایي د ماشومتوب نه یې دفلمونو اؤ ایکټینګ شوق لرلو اؤ ددغه شوق دلاسه ترې تعلیم هم پاتې اؤ نالوستی لویې شو.

هغه په کال ۱۹۷۰ کې په لمړي ځل د پښتو په لمړي فلم “یوسف خان شیربانو” کې دبدرمنیر سره د ولن په توګه خپل هنري سفر پیل کړی ؤ خو وایي فلمونو ته دغه تګ یې اتفاقي ؤ.

“مونږ ته لا څه پته وه چې په فلم کې به راته چانس میلاویږي، خو بس دا شوق مو لرلو،سټوډیو ته تلي وؤ،هلته یوسف خان شیربانو فلم جوړیدلو،مونږ ویل تماشه به یې وکړو، ولاړ وم دعلي حیدر جوشي سترګې راباندې ولګیدلې اؤ راته یې وویل، راځه دې فلم کې کار وکړه، اؤ بس داسې سلسله شروع شوه”

یوسف خان شیربانو دپښتو یو رومانوي داستان دی چې خدائ بخښلي شاعر علي حیدر هوټي لیکلی اؤ تر فلم وړاندې دکیسې په توګه د ټیپ ریکارډ دکیسټ په توګه ګڼو سندرغاړو ویلی ؤ.

دپښتو فلمونو لویې ستوري ارواښاد بدرمنیر هم دخپل هنري سفر پیل له دغه فلم څخه دهیرو په توګه کړی ؤ اؤ نعمت سرحدي دهغه مقابل کې په دې فلم کې دهیرو کردار ترسره کړي ؤ.

دیوسف خان شیربانو څخه بدرمنیر اؤ نعمت سرحدي دواړه د هیرو اؤ اؤ ولن په توګه فلم انډسټرۍ کې فعاله پاتې شول خو بدرمنیر په کال ۲۰۰۸ م کې د ورپیښې ناروغۍ له امله وفات شو اؤ نعمت سرحدي په وروستیو کلونو کې د دین دتبلیغ کار ته ملا وتړله اؤ فلمي نړۍ سره یې د تل دپاره مخه ښه وکړه.

له خلکو اؤ میډیا ولې لرې پاتې شو

نعمت سرحدي چې دا مهال دپنجاب ایالت په سر ښار لاهور کې میشته دی ، دوه ودونه یې کړي دي چې کشره ښځه یې د بدرمنیر مرحوم خورزه ده ، وایي دهغه په اولاد کې هیڅوک هم دفلم شوق نه لري اؤ نه غواړي چې فلمونو کې کار وکړي.

هغه په خپل ۴۵کلن فني ژوند کې ځان ټول عمر نه یوازې دمیډیا نه په ډډه ساتلی بلکې په سټیج پروګرامونو اؤ عامو شخصي محفلونو کې یې هم په وسه سره برخه نه ده اخستې.

دخپل ګوشه نشینۍ ددغه ژوند په هکله نعمت سرحدي ډیوه ویب پاڼې ته وویل” دهرچا خپل نظر وي خو زما میډیا اؤ عام پروګرامونه ځکه نه وي‌ خوښ چې دا دیو فنکار قد وړوکی کوي ، غر دلرې نه غر ښکاري ، چې نزدې ورشې بیا هسې اوچ کاڼي وي”

هغه وویل "زه یو فنکار وم ، خلکو به په سکرین لیدم اؤ‌زما متعلق به یې خپل یو ذهن جوړ کړی ؤ‌ که چرې زه په لارو کوڅو اؤ سټیجونو ودریدلم اؤ ډائیلاګونه مې ویل نو بیا خو به رانه خلک راتاویدل اؤ په یو فنکار اؤ‌مداري کې به فرق له ختمیدو"

دنعمت سرحدي اوسنی ژوند

دخپل اوسني ژوند په هکله نعمت سرحدي وویل “اوس مې بس ټول مصروفیات تر کوره اؤ جوماته محدود پاتې شوي‌ دي ،‌بس دی کنه یار تر کومې به فلم پسې نښتي وؤ ،‌ اوس ددې لارې نه خوند اخلم”

دنعمت سرحدي خو هسې زیات فلمونه مشهور شوي دي خو یوسف خان شیربانو، ادم خان درخانۍ، اوربل، خانه بدوش، زخمونه، ټوپک زما قانون،جوارګر، عجب خان اپریدی، زندان، ګڼکپ وغیره یې هاغه لازواله فلمونه دي چې ټول عمر به نعمت سرحدي ژوندی ساتي.

هرڅو که نعمت سرحدي یو لوستی بنده نه دی خو په فلمونو کې دهغه خپل کردار په دومره ښه طریقه لوبولی چې ثاني یې نه لیدل کیږي.

اؤ دپښتو فلمونو کتونکي اؤ ایکټران ټول په دې نظر دي چې دنعمت سرحدي‌ په څیر فنکاران په پیړیو کې چرته یو نیم پیدا کیږي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲۵ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

XS
SM
MD
LG